1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د افغانستان حکومت طالبان د پرونۍ حملې مسؤل بولي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

په افغانستان کي تر پرونیو سختو حملو وروسته، چي پکښي تر ۵۰ ډیر کسان مړه سول، حکومت د هغه مسؤلیت د طالبانو پر غاړه وراچولی دی. د جمهورریس غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، چي طالبان د سولي په مقابل کي اصلي خنډ دی.

https://p.dw.com/p/3cADm
Afghanistan  Ashraf Ghani Präsident
انځور: Reuters/M. Ismail

صدیق صدیقي نن چارشنبه)د می میاشتي ۱۳ مه( دغه خبره د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال په کابل کي وکړه. پرون په کابل کي د یوې سختي حملې پرمهال هغه وخت حداقل ۲۴ تنه ووژل سول، کله چي یوه نامعلومه کس د یوه کلینیک د زیږنتون پر څانګي باندي حمله وکړه، پرمیندو او نوي پیدا سوو کوچنیانو باندي یې فیرونه وکړل.

په جلال اباد کي بیا د یوې جنازې د مراسمو پر مهال دداعش په یوه ځانمرګي برید کي په لسهاوو نور کسان هم په قتل ورسیدل. تر دغو حملو وروسته اشرف غني په هم هغه سه شنبه ماښام امنیتي قواوو ته د تهاجمي عملیاتو امر ورکړ. په عین حال کي غني د طالبانو څخه یو واربیا د اوربند غوښتنه وکړه. د سولي د پلان سوو خبرو په سبب افغان پوځ د فبرورۍ میاشتي د آخره څخه په دفاعي حالت کي قرار لري.
طالبانو د »غني دغه اعلان« د جنګ اعلان بللی دی. د کارپوهانو په نظر د حکومت عکس العمل کیدلای سي په افغانستان کي د تشدد او جنګونو د بیرته ډیریدو سبب وګرزي. د بحراني ګروپ د مرکز څخه د افغانستان کارپوه، اندریف واټ کینګز ویلي دي، چي »د افغانستان د حکومت دا اعلان، چي د طالبانو پرضد به عملیات په ټول شدت سره بیرته دوام پیدا کړي، عملأ یې د حملې د مسؤلینو د پیدا کیدو موضوع بې مفهومه کړل.« خو دا حتمأ پدې معنی هم نده،چي د »سولي پروسه ناکامه سوې ده « په خبره یې وسله واله شخړه متأسفانه په افغانستان کي یو تریخ حقیقت دی، چي د ډیرو کلونو راهیسي دوام لري.

د امریکا متحده ایالاتو د همدې کال د فبرورئ پر ۲۹ مه په دوهه کي د طالبانو سره د سولي یو تړون امضأ کړ. د هغه مطابق باید د بین امللي قواوو د وتلو اودواړو خواوو د بندیانو خلاصیدوته زمینه مساعده سي. دا باید اصلأ د سولي خبرو ته بیا لا خلاصه کړي. د کابل حکومت په دغو خبرو کي برخه نه درلوده، ځکه چي طالبانو د حکومت سره مستقیممي خبري ردولې. خو په هیواد کي شخړي او جنګونه اوس هم دوام لري. 

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail