1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه ناسته، پر څه خبرې شوي؟

۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د دواړو هيوادونو تر منځ د «عمل پلان» په نوم غونډه کي پر امنیتي او دفاعي لارو چارو سره غږېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3hoZ0
Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

کابل د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د اګست ۳۱مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «عمل پلان» د دویمې کلنۍ غونډه کوربه وو.

په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود په مشرۍ پاکستاني پلاوي ګډون درلود.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حامد تهذیب دویچه ویله ته وویل، په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولي او پیوستون پر ګډو لارو چارو بحث وشو: «په ناسته کې د سیاسي، ډيپلوماټیکو، دفاعي، امنیتي، اقتصادي او افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې اترې وشوې.»

افغانستان او پاکستان داسې مهال د عمل پلان دویمه غونډه جوړوي چې په دې وروستیو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه ناکرارۍ ډیرې شوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او پر ډیورنډ کرښه د وسله والو پر اوښتو - رااوښتو سربیره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم تل له ترینګلتیا سره مخ وي.

پاکستان څو میاشتې وړاندې د تورخم او سپین بولدک لارې د افغان صادارتي توکو پروړاندې تړلې وې.

سیاسي شنونکي وايي دغسې ګډې ناستې ښايي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو رغېدا کې مرسته وکړي.

د افغان سولې له پاره د ځوانانو موسسې مشر سید جلال اغا دویچه ویله ته وویل: «د پاکستاني پلاوي سفر کولای شي چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ کړکیچونو ته د حل لارې وګوري او ددغو کړکیچونو د حل له پاره ګټور تمامیږي.»

اغا زیاتوي چې پاکستان تل د افغانستان د تازه میوو په موسم کې پر افغان سوداګرو لارې تړلي چې دا چاره د دواړو هيوادونو سوداګري زیانمنولی شي.

ده د دواړو هيوادونو پر چارواکو غږ وکړ چې په دغسې ناستو کې د امنیتي او دفاعي بحثونو سربیره دغسې سوداګریزو مسایل هم ځای او په حل لارو دې غور وکړي.

 خو سیاسي شنونکي صدیق منصور انصاري بیا دویچه ویله ته وویل، په ټیټه کچه دغسې ناستې تل تشریفاتي وي او پکې بحث شوي موضوعات یواځې د کاغذ پرمخ پاتې کیږي: «پاکستان له دغسې غونډو خپله استفاده کړې، ځکه افغان حکومت یې بوخت ساتلی، خو افغانستان ته یې ګټه نه شته ځکه هیڅ ژمنه او تعهد تراوسه پورې د پاکستان له خوا نه دی عملي شوی، نو بیا د عمل پلان په څه مانا.»

د دغه افغان شنونکي په باور د پاکستان ملکي حکومت لاهم په لویو پریکړو کې واک نه لري او له کابل سره د ملکي حکومت په کچه ناستې یې بې پایلې پای مومي.

دی ټینګار کوي چې د پاکستان د څارګرې ادارې او پوځ بهرنۍ تګلارې د ملکي حکومت په خوښه او مشوره نه جوړیږي.

د صدیق انصاري په وینا د افغانستان په برخه کې د پاکستان بهرنۍ سیاست د هغه هيواد پوځ او څارګره اداره یا ای ایس ای کنترولوي.

اسماعیل شاکر – کابل