1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان او ايرلند دوهمه لوبه بې پايله اعلان شوه

۱۳۹۷ اسفند ۱۱, شنبه

د افغانستان کرکيټ بورد وايي چې له ايرلند سره ننۍ پنځوس اوريزه لوبه د ورښت له امله بې پایلې پاتې شوه. په ننۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او پريکړه يې وکړه چې لومړی توپوهنې کوي.

https://p.dw.com/p/3EMTc
Cricket Afghanistan vs. Indien
آرشيفانځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayaka

د افغانستان د کرکيټ بورد وياند فريد هوتک د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو دویچه وله ته وويل چې ننۍ لوبه د ورښت له امله ځنډول شوې ده. هوتک په دې اړه وويل: «د قانون له مخې د کرکيټ لوبه ځان ته يو ټاکلی وخت لري او د ننۍ لوبې له پاره د ټاکلي وخت يوازې شل دقيقې پاتې دی که په دغو شلو دقيقو کې هوا ښه شوه لوبه به پيل شي او له هغې پرته به بې پايلې اعلان شي.»

په ننۍ لوبه کې ټاس افغانستان وګاته او پريکړه يې وکړه چې لمړی به بيټينګ يا توپوهنه کوي، خو هغه په ۴۸،۳ اورو کې د ورښت له امله وځنډول شوه. تر دغه وخته افغانستان وشو کړای چې د ۷ لوبغاړي په سوځيدو سره ۲۵۰ منډې جوړې کړي.

د افغانستان تکړه توپوهونکي حضرت الله ځاځی او حشمت الله شهيدي دواړو نن خپلې نيمه سليزې ترلاسه کړې. د افغانستان کرکيټ بورد په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکي چې دا په پنځوس اوريزو لوبو کې د حضرت الله ځاځي لمړنۍ نيمه سليزه ده چې ترلاسه کوي يې.

د افغانستان او ايرلند تر منځ دوهمه لوبه په داسې وخت کې بې پايلې پاتې شوه چې تر دې مخکې د فبرورۍ په ۲۸مه د دغه سريز لمړنۍ ۵۰ اوريزه افغانستان ګټلې وه.

د افغانستان او ايرلند ترمنځ د (افغانستان اسلامي بانک جام) يو ورځنۍ لوبې د فبرورۍ مياشتې له ۲۸مې راهيسې د هندوستان په دهرادون کې ادامه لري. د دغه جام راتلونکې لوبه به د مارچ په ۸مه، څلورمه  د مارچ په ۱۰مه او ۵مه (وروستۍ لوبه) به د همدې مياشتې په ۱۵مه په لاره اچول کيږي.

افغانستان تر دې وړاندې په فبرورۍ مياشت کې له ايرلند سره درې شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې چې درې واړه يې وګټلې. د مهالويش له مخې دواړه ټيمونه د روانو پنځوس اوريزه لوبو سربيره يوه ټیسټ لوبه هم لري.