1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغان کريکټ یو لوبغاړی او درې کارکوونکي لندن کې پاتې شوي

۱۴۰۰ بهمن ۱۸, دوشنبه

د افغانستان کريکټ بورډ سرچینې وایي چې په ویسټ انډيز کې تر ۱۹ کلنو د کښته ځوانانو د نړیوال جام له سیالیو وروسته هيواد ته د ستنېدو پرمهال د افغان لوبډلې یو لوبغاړی او درې کارکوونکي په لندن کې پاتې شوي دي.

https://p.dw.com/p/46cxp
Afghanistan U-19 Cricket-Mannschaft
د افغانستان د کریکټ د نولس کلنو لوبډله چې تازه کابل ته رسیدلې دهانځور: ACB Media

د يکشنبې په ورځ (فبرورۍ ۶ مه) لندن ته د افغان لوبډلې په رسیدو یو لوبغاړی او د افغان کرکټ درې کارکوونکي له لوبډلې جلا شوې او بریتانیا کې پاتې شوې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شی دویچه ویله ته تاید کړه، چې یو لوبغاړی او درې کارکوونکي یې له لوبډلې سره نه دي راستانه شوي او په لندن کې پاتې شوې دي.

سرچینه وایي: «له بده مرغه د یوه لوبغاړي او درې کارکوونکو په ګډون څلور کسان په لندن کې تښتیدلي، چې یو پکې لوبغاړی، یو عکاس، د لوبډلې فیزیو ډاکټر او د لوبډلې ویډیو انالېست شامل دي.»

د افغانستان کريکټ تر ۱۹ کلنو کښته لوبډله د کريکټ نړیوال جام په سیالیو کې چې په ویسټ انډیز کې ترسره شوې ګډون کړی و.

افغان لوبډلې نیمه پای لوبې ته لاره موندلې وه، چې د کمو منډو په توپیر د انګلستان پر وړاندې لوبه بایلوده او د درېیم مقام ترلاسه کولو له پاره یې هم له استرالیا لوبډلې سره په سیالۍ کې ماتي وخوړه.

له نړیوال جام وروسته افغان لوبډله هيواد ته د بیرته تګ پرمهال لومړۍ په لندن کې، بیا متحده اماراتو او له هغه ځایه افغانستان ته ستنه شوه.

د کريکټ بورډ سرچینه وایي، کرکټ بورډ به پر دې باندې کار وکړي چې په راتلونکي کې څنکه په بهر کې د افغان لوبغاړو او د کارکوونکو د تښتیدو څخه مخنیوی وکړي.

په تېرو کلونو کې هم د کرکټ یو شمېر افغان لوبغاړو او کارکوونکو په بهرنیو هېوادونو کې له لوبو وروسته هيواد ته له بیرته ستنیدو پاتې شوې او په بهر کې یې د پنآه غوښتنې کړي.