1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د افغان ځواکونو الوتکه لویدلې؛ امریکايي پیلوټ جوړ دی

۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعه

په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ویلي چې د افغان ځواکونو یوه A-29 Super Tucano ډوله الوتکه لویدلې خو د الوتکې امریکايي پیلوټ ژغورل شوی دی. امریکايي ځواکونو ویلي چې پيښه د پیلوټ روزنې په یوه پرواز کې رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/3f5Or
Afghanistan | Luftangriff
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په افغانستان کي ميشتو امريکايي ځواکونو وياند د جمعې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جولای میاشتي۱۰مه نیټه) ویلي دي چې د افغان هوايي ځواکونو یوه A-29  Super Tucano الوتکه د روزنې پرمهال را لویدلې، خو د دې الوتکې امریکايي پیلوټ د الوتکي تر سقوط مخکي ځان له الوتکې غورځولې دی او ژغورل شوی دی.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونو ویلي: «پیلوټ د الوتکي تر رالوېدو وړاندې ځان غورځولی دی او په خوندي ډول ژغورل شوی دی.»

د امریکايي ځواکونو ویاند د الوتکې د را لویدو د څرنګوالي په هکله ویلي دي چې د پیښې څیړنې رواندې دي خو ابتدايي معلومات ښيي چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لویدلې ده. یادو ځواکونو د دې پیښې د ځای په هکله څه نه دي ویلي، خو پرون د پنجشنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي ول چې د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه الوتکه را لویدلې ده.

Afghanistan Militär USA
انځور: DW

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري. افغان چارواکو هم ویلي ول چې د الوتکې پیلوټ ژغورل شوی او جوړ دی.

د افغانستان پوځ تر اوسه پورې په دې هکله تبصره نه ده کړه چې آیا امریکايي پیلوټ په یوازې سر یاد الوتکه الوزولې که په دې پرواز کې افغان پیلوټ هم ورسره موجود وو. د افغان ځواکونو A-29  Super Tucano الوتکه جنګي الوتکه ده او یوازې دوه سیټونه لري.

په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت افغان امنیتي ځواکونو ته له مخالفینو سره د جګړې په برخه کې سلا مشورې او روزنه ورکوي. اوسمهال په افغانستان کې د ناټو د دغه ماموریت په چوکاټ کې نیږدې ۱۲۰۰۰ نړیوال ځواکونه میشت دي.

د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو د یوه توافق پر اساس امریکا متحده ایالات اړ دي چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور په تدریجي توګه کم کړي.