تروريزم
د افغان ځانګړو ځواکونو قوماندان په کابل کي وژل شوی
۱۳۹۷ تیر ۸, جمعهاعلان
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د جمعې په ورځ وویل چې قوماندان عزیز الله کاروان، د طالبانو پر ضد د ډیرو عملیاتو مشري کړې وه. پر هغه باندې تر دې مخکې هم څو وارې بریدونه شوې ول چې ترې روغ رمټ وتلی وو، خو د پنجشنبې ماښان ناوخته په برید کې یې خپل ژوند له لاس ورکړ.
په پارلمان کي د پکتیکا ولایت استازي محمد نادر کټوازي، وویل چې کاروان د افغانستان په پکتیکا ولایت کې دنده ترسره کوله او له امریکایي ځانګړو ځواکونو سره یې ډیره نزدي کاري اړیکه لرله.
د کټوازي په خبره د کاروان وژل کیدل د یاغیانو پر ضد د جګړې په برخه کې یوه لویه ضربه ده. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په تلیفوني مرکه کې د دې برید پړه منلې ده.