د افغان پوځ په رالوېدلي چورلکه کي ۲۵ کسان وژل سوي
۱۳۹۷ آبان ۹, چهارشنبهاعلان
د فراه ولايت يوه وياند ناصر مهري اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه پوځي چورلکه چي هرات ولايت ته روانه وه، د اناردرې ولسوالۍ په غرنۍ سيمه کې سقوط کړی دئ.
هغه ويلي دي چي په دې الوتکه کي د فراه د ولايتي شورا رئيس په سويل لوېديځ کي د ملي اردو مرستيال قوماندان او نور چارواکي سپاره ول.
د ولايتي شورا غړي خير محمد نورزي هم پيښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چي د ولايتي شورا رئيس فريد بختور، د دغي شورا يوه غړې جميله اميني او د ملي پوځ قوماندان نعمت الله خليل په وژل سوو کسانو کي شامل دي.
نورزي ويلي دي چي دوې چورلکي چي له فراه څخه هرات ته رواني وې يوې ئې د خرابي هوا له کبله په اناردرې ولسوالۍ کي سقوط کړی دی او پکښې سپاره ټول کسان وژل سوي دي.
خو وسله والو طالبانو بيا په افغانستان کي رسنيو ته ويلي دي چي دغه چورلکه د دوی جنگياليو ويشتلې ده.