د افغان هنرمندانو یوه ډله پرتګال ته رسېدلې
۱۴۰۰ آذر ۲۳, سهشنبهد افغان هنرمندانو دغه ډله په اکتوبر میاشت کې له کابله قطر ته رسېدلې وه او پرتګال ته تر راتلو د مخه په قطر کې اوسيدله.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستيتوت مشر، احمد ناصر سرمست وويل چې د موسیقۍ ښوونځي بیرته پرانیستل ورته یوه مهمه پروژه وه. هغه زیاته کړه: «د دغه ښوونځي بيرته پرانيستو ته ژمن يو. موږ د افغانستان موسیقۍ ته د ادامه ورکولو ماموريت لرو.»
د موسیقۍ افغانې زده کونکې شغلې صافۍ د پرتګال پلازمينه لیسبون ښار کې په يوې پوځي هوايي اډه کې د رسیدلو پر مهال وويل: «له نړیوالې ټولنې څخه مننه کوم. تاسو ټولو زموږ ژوند وژغوره.»
طالبانو په افغانستان کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې وه، د سندرو او د موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی او متخلفينو ته يې جزا ورکوله. طالبان چې تر شل کلنۍ جګړې وروسته په اګست مياشت کې بیا قدرت ته ورسیدل، په اړه يې داسې انديښنې شته چې د موسيقي په اړه به بیا ورته دريځ غوره کړي.
د پرتګال صدراعظم انتونیو کوستا پر ټويټر دغو افغانانو ته ښه راغلاست ویلی دی. هغه د دغو افغانانو په اړه لیکلي دي: «زده کونکي، ځوانې میرمنې، ځوان نارینه او د دوی خپلوان به د دې فرصت ولري چې په پرتګال کې ژوند وکړي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.»
افغان موسیقي غږونکي مرتضا محمدي وويل: «زه ډیر خوښ يم ځکه چې ملګري مې په مسکا وينم. موږ کولی شو موزیک غږولو ته ادامه ورکړو. دغه کار زه واقعاً خوشحاله کړم.»
د پرتګال حکومت د ارقامو له مخې دغه هیواد تر دې مهاله ۷۶۴ افغان مهاجر منلي چې اکثریت يې ځوانان دي.
د سويلي اروپا دغه هیواد په اکتوبر میاشت کې د افغانستان د ښځو فوټبال ملي ټيم يو شمیر غړي او د هغوی کورنیو ته هم ښه راغلاست ويلي وو.
lf/tsc/bds/imm/pbr/mks/nz