د افغان سفير د لور تښتونه او په وړاندي يې غبرګونونه
۱۴۰۰ تیر ۲۷, یکشنبهپه اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې یوشمېر افغانان سخت غوسه کړي او پاکستان یې تورن کړی چې په دې موضوع کې یې ټول سیاسي او ډيپلوماټیک اخلاق تر پښو لاندې کړي.
د افغانستان د حقوقپوهانو اتحادیه وايي، اسلام اباد کې وروستی پېښه په ډاګه کوي چې پاکستان د ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ د ویانا نړېوالو میثاقونو ته هیڅ ډول ژمنتیا نه لري.
ددې اتحاديې مرستیال عبدالسبحان مصباح دویچه ویله ته وویل: «د ویانا کنوانسیونونه چې په ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ کې په خپله دوی لاسلیک کړي دي، له حقوقي اړخه ملزم دي چې رعایت یې کړي خو دوی یې نقضوي.»
د ښاغلي مصباح پروینا، پاکستان د بشري حقونو نړېواله اعلامیه او د ملګرو ملتونو منشور هم له پامه غورځولي.
د ویانا کنوانسیونونو کې څه دي؟
د ۱۹۶۱ میلادي کال د اپریل په ۱۸ نیټه د اطریش پلازمینه ویانا کې د ډيپلوماټیکو حقونو اړوند کنوانسیون لاسلیک شو، چې له مخې یې کوربه هېوادونه د ډيپلوماټانو او سیاسي استازو په خوندېتوب مکلف ګرځول شوي.
دغه راز، د ۱۹۶۳ میلادي کال د اپریل په ۲۴مه ویانا کې د کنسولي اړیکو یو بل کنوانسیون هم لاسلیک شوی چې د پاکستان سربیره په ۱۷۳ هېوادونو اعتبار لري.
د کارپوهانو پر باور دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې له افغان ډيپلوماټانو او سیاسي استازو سره دغسې چلند کیږي.
د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپټمبر ۲۳مه اسلام اباد کې پخوانی افغان سفیر عبدالخالق فراهي د پیښور له حیات اباد څخه وتښتول شو، چې پوره دوه کاله او دوه میاشتې له برمته کونکو سره بندي ؤ.
دغه راز، ځیني کتونکي خو امریکا ته د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پخواني افغان سفیر ملاعبدالسلام ضعیف ورسپارل هم د ټولو نړېوالو اصولو او کنوانسیونونو خلاف عمل بولي.
له پاکستان سره د اړیکو پرېکولو غوښتنه
اسلام اباد کې د افغان سفیر لور تښتونې ته د غبرګونونو په دوام نن یکشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولايي ۱۸مه) کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون هم وشو.
لاریون کونکو په یوه غږ له پاکستان سره د ډيپلوماټیکو اړیکو پرې کولو غوښتنه کوله.
د لاریون ګډونوال او د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون دویچه ویله ته وویل: «زمونږ پریکړه لیک کې دا مسله ډېره جدي نېول شوې، یو له مواردو داده چې پاکستان سره دې ژر تر ژره ټولې ډيپلوماټیکې اړیکې پرې شي.»
د لاریون کونکو په پریکړه لیک کې له افغان حکومت غوښتل شوي چې په نړېواله محکمه کې دې د موضوع په تړاؤ حقوقي دعوه پرانېزي. د پاکستان په اړه د یوې ځانګړې تګلارې رامنځته کول د پریکړه لیک بله غوښتنه وه.
لاریون کونکو پر طالبانو هم غږ وکړ چې د روان کړکیچ په اړه د پاکستان پروړاندې خپل دريځ اعلان کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، اسلام اباد کې د افغان سفیر د تښتونې په اړه کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او ددې پېښې د جدي پلټنو غوښتنه یې کړې.
هاخوا پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د هغه هېواد لومړي وزیر عمران کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساته وخت ورکړی چې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجه کولو عاملان ونیسي.
اسماعیل شاکر – کابل