1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان-تاجک نفتو پروژې د استخراج چاري څه وخت پيليږي؟

۱۳۹۷ اسفند ۲۴, جمعه

د افغانستان د کانونو او پتروليم وزارت وايي چي د افغان-تاجگ نفتو پروژې د استخراج چاري به ژر پيل شي. خو څارونکي په بل نظر دي.

https://p.dw.com/p/3F8po
afghanische Kohlenmine
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

افغانستان چې د کانونو له پلوه يو غني هیواد بلل کیږي، خو تر اوسه پوري يې هم د قانوني استخراج په برخه کي زيات پرمختګ نه لیدل کيږي. په دغه هيواد کې د کانونو پر استخراج او ځينو قراردادونو سختي نيوکي کيږي. له بله پلوه بیا حکومت وايې چې په دې برخه کې يې پرمختګونه کړي دي، خو څارونکي وايې چې د کانونو د استخراج وضعيت لا ډير ناوړه دی.

د کانونو د شفافيت د څار سازمان د څيړنې د برخې يو تن مسؤل عزت الله اديب وايې چې له کانونو سره ستره جفا روانه ده او دغه طبعي زيرمي لوټ او تالان کيږي. هغه وايي چې د کانونو وزارت حتی د ډيرو کوچنيو پروژو د مديريت توان نه لري «نو د لويو پروژو د مديريت توان خو هيڅ نه لري».

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «که موږ په افغانستان کې د کانونو او پتروليم وزارت په عمومي ډول وڅيړو، دلته يوازي د نفتو او ګازو موضوع نه، بلکې دوې نوري موضوعګانې ډيري مهمې دي. لومړی په وزارت کي د مديريت نه شتون او مديريت کي يې بې کفایتې، او دوهمه د حکومت او سیاستوالو له خوا په دغه وزارت کې لاسوهنه د دې لامل شوي چې په دغه سکتور کي اصلاحات زيانمن کړي.»

هغه زياته کړه، دغه لاملونه دي چې ناقانونه استخراج ته لاره اواروي او په هغو ساحو کې چې قيمتي سايتونه لري هلته ناامني زياته کړي.

خو د افغانستان د کانونو او پتروليم وزارت بيا وايي چې د قراردادونو او قانوني استخراج له پاره يوه واضح تگلاره لري. د دغه وزارت وياند عبدالقدير مطفي دويچه ويله ته وويل: «د افغانستان د استخراجې صنايعو د مديرت له پاره يوه واضحه تګلاره جوړه شوې ده چي د استخراج او هايدروکاربن په برخه کې د نفتو سکتور مدیريت کړي.»

د افغان تاجک پروژه

هغه وويل چې د بېلگې په توگه د تاجک-افغان نفتو پروژې قرارداد چې په ۱۳۹۲کال کې امضا شوی وو او د ځينو تخينيکي عواملو له کبله ځنډېدلی وو، اوس يې په اړه پريکړه شوې ده، چې ډير ژر به ساحې ته د استخراج وسايل ولېږدوي. د دغو نفتي زيرمو ساحه د بلخ او جوزجان ولايتونو په سيمه کې ده.

مطفي وويل: «د نفتو د استخراج په دې پروژه کې چې شپېته ميليونه ډالره پانگونه پرې شوې ده، دوه بهرني او يو د غضنفر په نوم داخلي شرکت ونډه لري او د پروژې د بشپړولو له پاره دوه کاله وخت ټاکل شوی دی.» هغه دغه راز زياته کړه چې په دغه پروژه کې به شا او خوا څلور سوه کسانو ته دايمي او۱۰۰۰ ته موقتي کارونه پيدا شي.

Bergwerk in Afghanistan Provinz Samangan ARCHIV 2012
انځور: Qais Usyan/AFP/Getty Images

خو څارونکي د کانونو د استخراج په برخه کې د پراخ فساد خبره کوي. د کانونو د شفافيت د څار سازمان د څيړنې د برخې مسئول عزت الله اديب يې يوه بېلگه له لوړ پوړو سياستوالو سره د قراردادونو لاسليکول ښيي: «د قانون خلاف له ځينو دولتي لوړ پوړو چارواکو او وزیرانو سره د قرادادونو امضا کول پخپله د قانون خلاف عمل دی چې تر شا يې د سیاستوالو لاس وهني دې، لکه د ښار جوړوني له پخواني وزیر سره قراردادونه.»

هغه وايي چې په ننګرهار کې د تالک ډبرو غير قانوني استخراج ته چې پاکستان ته انتقاليږي، د ناامنۍ بڼه ورکول کیږي «خو دا نه وايې چې د تالک ډبري په غټو لاریو کې باريږي او له هغو سيمو تيريږي چې امن دي او د حکومت په کنترول کې دي». هغه ټينگار کوي: «د غيرقانوني استخراج او فساد په منځ کې قوي اړیکه شته چې دغه سکتور يې په عمومي توګه زيانمن کړی دی.»

دا چې د تاجک-افغان د نفتو پروژه به کله په عملي ډګر کې ګټي اخيستني ته سپارل کيږي، وخت به نيسي خو د بلخ ولایت ځيني اوسېدونکي ورته خوشحاله دي او د کار له پاره يې يو ښه فرصت ګڼي. د بلخ ولايت يوه اوسېدونکي دويچه ويله ته وويل: «د تاجک افغان پروژه به کاري ځواک ته ګټوره تمامه شي. په افغانستان کې ډير د کار وړکسان لرو، خو په خواشنۍ سره دوی ته د کار زمينه نه ده برابره.»

په افغانستان کي پنځه نفتي حوزې شته چې تر ټولو مهمه پکې د تاجک افغان نفتي حوزه ده. نوري يې د آمو درياب نفتي حوزه، په هرات، هلمند او کټواز کې دي. که په دغو ټولو نفتي حوزو کې د اسختراج چاري پيل شي ډيرو افغانانو ته به د کار زمينه برابره شي.