د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۵, جمعهپاکستاني جنرال اصف غفور، ویلي دي چې د جمعې ورځې په پیښه کې څلور پاکستاني پوځیان هم د پپیانو په ډله کې شامل دي. د پاکستاني چارواکو په خبره پیښه د افغانستان او پاکستان پولې ته څیرمه په چمن سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
پاکستاني چارواکي وايي چې لومړۍ ډزې د افغان ځواکونو له خوا شوې دي. د غفور په خبره دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو ته لا وختي خبر ورکړل شوی وو چې د سرشمیرنې ادارې کارکوونکې به پولې ته نزدې کلیو ته راځي. هغوی روښانه کړې ده چې پوځیان هم د دغو کارکوونکو د امنیت نیولو له پاره دې سیمې ته راغلي وو.
له بلې خوا بیا افغان چارواکي د پیښې په اړه بل ډول معلومات وړاندې کوي. د دغو چارواکو په خبره نښته تر هغه وروسته چې پاکستانیانو د افغانستان خاورې ته خپل ټانکونه راوستل، رامنځ ته شوه.
د کندهار د امنیې قوماندان ویاند ضیا دراني، د آلمان غږ ته وویل چې نښتې په «لقمان او نظر» کلیو کې رامنځ ته شوې دي. هغه ویلي دي چې په پیښه کې د پاکستاني ځواکونو دوه ټانکونه سوځیدلي خو درې افغان سرحدي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.
درانې له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې د نښتو د پیلولو پړه پر پاکستاني پوځیانو اچولې ده او ادعا یې کړې چې هغو د سرشمیرنې په پلمه له هغو یاغیانو سره چې غواړې د افغانستان خاورې ته ننوځي، مرسته کوي.