1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د نوي پارلمان مشر وټاکه

۱۴۰۲ اسفند ۱۱, جمعه

د پاکستان نوي ټاکل شوي پارلمان سردار اياز صادق د رئيس په توګه وټاکه. دغه اقدام په داسې وخت کې کيږي چې د عمران خان پلویان ادعا کوي چې په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي.

https://p.dw.com/p/4d5ET
د آرشیف انځور - په اسلام آباد کې د پاکستان مرکزي پارلمان ودانۍ
د آرشیف انځور - په اسلام آباد کې د پاکستان مرکزي پارلمان ودانۍانځور: imago/Xinhua

د پاکستان مسلم لیګ-نواز ګوند چې د پوځ له ملاتړه برخمن دی، وتوانید چې د جمعې په ورځ (د مارچ لومړۍ) د خپل گوند يو غړی د نوي پارلمان مشر وټاکي او د عمران خان پلويان له واکه وباسي. نوی رئيس په پارلمان کې د مسلم لیګ نواز ګوند او هغه سره د جوړ ائتلاف د یو شمېر غړو د رایو په مرسته ټاکل شوی دی.

په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې انتخاباتو وروسته، تېره ورځ د لومړي ځل له پاره د پاکستان د ۳۳۶ څوکۍ لرونکې نېشنل اسمبلۍ تشکيل شوه. په پام کې نيول شوې چې د ائتلافي گوندونو پارلماني استازي به د دوشنبې په ورځ د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مشر، نوازشریف ته د پاکستان د صدراعظم ټاکل کېدو لپاره رایه ورکړي.

سردار ایاز صادق په ۲۰۱۶ کال کې برلین ته د سفر پر مهال چې ورسره د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي هم مله ول
سردار ایاز صادق په ۲۰۱۶ کال کې برلین ته د سفر پر مهال چې ورسره د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي هم مله ولانځور: DW/Tanvir A. Bhatti

په داسې حال کې چې قانون جوړونکو د نوي پارلمان د مشر په توګه د صدیقی ګمارلو ته چمتووالی نیوه، د عمران خان د تحریک انصاف پاکستان ګوند (PTI) پلویانو د نوي مشر د ټاکلو له پاره د رايو ورکونې پر بهير اعتراضونه کول.

د عمران خان د ګوند پخواني سیاستوال، عمر ایوب خان وويل: «بې اجازه داخل شوي کسان څنګه کولی شي په رای اچونه کې برخه واخلي.» هغه زیاته کړه: «تاسو څنګه د عمران خان ګوند حذفولی شئ کوم چې د واقعي کفالت لرونکی دی؟»

د هغه له نظر په ورکولو سره، د پاکستان تحریک انصاف ګوند قانون جوړونکو د هغه لاس پورته او داسې نعره ېې وکړه: «پاکستان ته به څوک نجات ورکوي؟» په ځواب کې ېې د پي ټي آی د پلویانو له لوري په لوړ آواز د «عمران خان» نوم تکرارېده. د نوي پارلمان د ریاست له پاره د عمران خان له ګوند څخه نوماند د ۹۱ رايو په ګټلو د صادق د ۱۹۹ رايو په مقابل کې ماتې وخوړه.

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان د انتخاباتو پر پایلو په اعتراض کې
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان د انتخاباتو پر پایلو په اعتراض کېانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د عمران خان ګوند (PTI) ادعا کوي چې د تېرې میاشتې په انتخاباتو کې د دوی د قاطع بریا پر وړاندې دسیسه جوړه شوې ده. دوی په دې ارتباط د انتخاباتو په ورځ د انترنيت بندول او د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې د اوږده ځنډ رامنځ ته کول، د درغلیو شواهد بولي.

عمران خان تر انتخاباتو مخکې زندان ته واچول شو. پر هغه د خیانت، فساد او د قانون خلاف یوه واده په ګډون تورونه لګول شوي دي چې ظاهراً قدرت ته د هغه د بیا رسيدو مخنیوی وو. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، شنونکي وايي دا د عمران خان پر ضد یو کمپاین وو چې د پاکستان د پوځ له خوا طراحي شوی وو.

(AFP)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل