1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اطریش اسقُف د نجونو د حجاب منع کولو مخالف دی

۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبه

اسقُف،کریستوف شوین بورن د تر ۱۴ کلنۍ کښته مسلمانو نجونو د حجاب منع کولو له پلان سره د کلیسا پر مخالف ټینگار کړی.«په یوه څو کلتوري ټولنه کي باید دا ممکنه وي، چي د مختلفو ادیانو پیروان په ټولنه کي خپلي مذهبي نخښي ولري.»

https://p.dw.com/p/3X7uT
Kardinal Christoph Schönborn
انځور: picture-alliance/ABACAPRESS/E. Vandeville

د ویانا لوی اسقُف، کریستوف شوین بورن د تیري شنبه په ورځ (د جنورۍ ۲۵ مه) د اطریش د لمړي ټلویزوني چینل سره په مرکه کي وویل، چي په یوه څو کلتوري ټولنه کي باید دا ممکنه وي، چي د مختلفو ادیانو پیروان په ټولنه کي خپلي مذهبي نخښي ولري. په خبره یې که «چیري په دغه ډول نخښو سره «منفي تحول» رامنځته کیږي، نو کولای سو دهغه څخه د تعلیم او تربیې پواسطه مخنیوی وکړو، نه په دغه ډول ممانعتونو سره.» هغه اضافه کړه، چي « موږ ډیر پرتعلیم او تربیې باندی اتکأ کوو، نه پر ممانعتونو باندي.»

Symbolbild | "Antimuslimischen Rassismus"
انځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/F. Rumpenhorst

د شوین بورن په خبره د اطریش د حکومت له خوا رامنځته سوي بحث کي هم د مذهبي علایمو او نخښو  ښکاره کیدل مطرح دي. او «که موږ په دې باندي شروع وکړو، چي دغه مذهبي علایم  له منځه یوسو ، مجبوره یو خپله جامعه هم د اساس څخه تغیر کړو، چي پکښي کلیساوي او یا یې صلیبونه او همدارنگه په اطریش کي دټولو موجوده ادیانو پیدایښت تر سوال لاندي راځي.»