1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د اضطراب په حالت کې د زړه ضربان څرنګه راکم کړو؟ 

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

شميرو ښودلې چې په امريکا کې له ۴۰ ميليونه څخه زيات د ډير عمر خلک يو ډول تشويش لري. په دې ورځو کې د کرونا ويروس د خپريدو له کبله ډيری خلک انديښمن دي او له ویرې او تشويش سره مخ دي. څرنګه دغه ډول وضعه کنترول کړو؟

https://p.dw.com/p/3ZuWf
Herz Herzschlag Symbolbild
انځور: Fotolia

  د جان هاکپنز د طبي مرکز د کارپوهانو د څرګندونو له مخې، له انسانانو سره د ويرې او انديښنې حالتونه د زړه له ډيرې درزا سره مل وي. د وخت په تيريدلو سره کولې شی اضافه رواني فشار يا سترس پر زړه باندې بار شی، چې له کبله يې د زړه ناروغۍ لکه د زړه حمله رامنځ ته شي. ډاکټران زياتر وخت د رويو او خویونو د روان پيژندنې او د درملو له ترکيب سره د دې حالت درملنه کوي. د رويو او خويونو يا چلن پيژندنې سربیره څو نورې لارې هم شته چې د زړه درزا په کنترول او کمولو کی مرسته کوي.

د اتلانيک کير په نوم کلنیک د رواني درملنې مدير ډاکټر برايان ايزاکسیون د ويرې او انديښنې د مخ نيوي له پاره لومړنی قدم بدني فعالعیت په ګوته کوي. ورزش کولې شی د ويرې او انديښنې په کمولو کې مرسته وکړې او هم د خوشالونکو هورمونونو لکه سیروتونین او ندورفین په ترشح کولو کې هم مرسته وکړي. ژوره ساه اخیستل هم کولې شی د تشويش او انديښنې په کمولو او د زړه ضربان ته په سمون ورکولو کې مرسته وکړي.

مناسب خوراک هم کولې شی د ويرې يا انديښنې په کمولو کې مرسته وکړي. سربيره پرې دې، د یو معتدل رژيم په ترسره کولو سره لکه پوره اوبه څکل، د الکلو له څکلو او کافئينو څخه ډډه کول او يو لړ نور خوراکې رژيمونه هم شتون لري چې د هغې له مخې د ويرې او اضطراب په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

 غذايي رژيم د سبوس لرونکې ډوډۍ، ترکارۍ او ميوې خوراک په ویره او اضطراب کمولو کې خاص اغیز لری. له یاده مه باسئ چې د ډوډۍ وختونو مو بايد ومنظم وي که نه وي نو په وینه کې به مو د شکرې کموالې رامنځ ته شی او دا کار بيا اضطراب او انديښنه لا زیاتوي. هغه خواړه چې په پوره ډول مګنيزيم لري، کولې شی انديښمن کس سره مرسته وکړي چې د آرامتيا احساس وکړي. د بيلګې په توګه شنې پاڼې لرونکي سابه،حبوبات،وچې او مغزي ميوې دي. اوميګا درې لرونکي او هغه خواړه چې د بي ويټامينو لرونکي وي لکه اووکادور او بادام هم په عصبې رشتو کې انتقالونکی هورمون لکه سروتونین او دوپامین مواد ترشح کوي.دغه هورمون د ویرې او انديښنې مديرت له پاره ډیر اړین دي.