د اسلامي کنفرانس سازمان: جګړه د حل لاره نه ده
۱۳۸۹ اسفند ۱۳, جمعهپه جده کی د اسلامی کنفرانس د سازمان په کوربه توب د افغانستان په هکله د تماس نړیوالی ډلی وویل چی په افغاسنتان د پوځي او سیاسی هڅو تر منح باید انډول رامنځ ته شی، يواځي پر جنګی عملیاتو تکیه ونه شی.
د جدي د غوندي رياست د افغانستان لپاره د آلمان د ځانکړي استازي ميښايل شتاينر په غاړه ؤ.
هغه وویل : مونږ غواړو چی خپلو هڅو کی یو اڼدول رامنح ته کړو معنی دا چی تر اوسه پوری پوحي اړخ ډیر زیاته پاملرنه شوی وه.» د آلمان استازی زیاته کړه چی : « دا بسیا نه کوی ، مونږ باید پر پوځی حل باندی تکیه ونه کړو. مونږ ډیر زیات باید سیاسی حل ته پام واړو، د پوځی او سیاسی هڅو تر منح باید یو اندول رامنح ته شی.»
په جده کي د افغانستان د تماس نومي ډلي د هيوادونو د يوی غوندي کوربه توب د اسلامي کنفرانس د سازمان په غاړه ؤ. دغه سازمان د غوندي په پرانيستلو کي وويل چی په افغانستان کي پوځي عمليات بايد ودرول شي
د اسلامي کنفرانس سازمان نن په جده کی وويل چي په افغانستان کي پوځي عملياتو ته بايد د پاي ټکي کيښودل شي ترڅو د روغي جوړي لپاره لاره اواره شي.
د هغه سازمان عمومي منشي، اکرام الدين احسان اغلو په جده کي د افغانستان په هکله يوي غونډي ته وويل: « په افغانستان کي د امن او سولي د اعادي لپاره بايد پرته له پوځي اقداماتو نورو لارو چارو ته پام واړول شي.
اسلامي کنفرانس سازمان د مسلماني نړي تر ټولو ستر ارګان دي. هغه په جدي کي د افغانستان په هکله د نړيوال تماس نومي ډلي د غوندي کوربه توپ په غاړه اخيستي دي.
دا لومړی ځل دی چی دغه سازمان د افغاسنتان د قضیی په هکله په جدی توګه دریځ نیسی.
په دغي غونډي کي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، زلمی رسول او د دغه هيواد د سولي د عالي شورا پلاوي چی مشری یی د برهان الدین ربانی په غاړه دی، هم ګډون لري. دغه پلاوی د جدی له غوندی څخه مخکی په انقره کی د ترکیی له مشرانو سره ولیدل او له هغو څخه یی د افغانستان د لانجی د حل لپاره غوښتنه وکړه.
د اسلامي کنفرانس سازمان وويل چي هغه چمتو دي د افغانستان د سولي په پروسه کي مرسته وکړي.
د جدي په غوڼده کي د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو، بريتانيا او آلمان ځانکړي استازي هم ګډون لري. د جدي د غوندي رياست د افغانستان لپاره د آلمان د ځانکړي استازي ميښايل شتاينر په غاړه دي.
دغه دري واړه هيوادونه د تماس د ډلي غړي دي. په دغه ډلي کي څه د پاسه 52 هيواذدونه ګډون لري چي يو پر دريمه برخه مسلمان هيوادونه جوړوي.
د جدي غونده په داسي وخت کي دايره شوي چي افغان ولسي مشري په بريتانيا کي د خپل سفر په ترڅ کي يوي بريتانيو تلويزون ته وويل چي له طالبانو سره « تماس لري».
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: قاسم نوري