1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» ډلې د غړو شمیر تر مخکنیو اټکلونو ډیر دی

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ شهریور ۲۱, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي سازمان CIA اټکل کوي چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت نومې ملیشو شمیر د ۲۰ زرو تر ۳۱۵۰۰ پورې رسیږي. تر دې مخکې د دغو جنگیالیو شمیر تر ۱۰ زرو پورې اټکل کیده.

https://p.dw.com/p/1DBA4
انځور: picture alliance/abaca

امریکا متحده ایالات اوس وايی چی د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې د غړو شمیر دری برابره له هغه څخه زیات دی چې په لومړې سر کې یې اټکل کیده. له دې سره د دغو ترهگرو د ځپلو له پاره د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ یو نړیوال ائتلاف د جوړیدو په حال کې دی. د CIA ویاند راین تریپنې، ویلي دي: «د مې او اگست د میاشتو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ CIA اټکل کوي چې د عراق او شام اسلامي دولت نومې ډلې د غړو شمیر په سوریه او عراق کې د ۲۰ زرو او ۳۱۵۰۰ تر منځ وي.»

راین زیاته کړه: «د دغه نوي زیاتوالي دلیل دا دی چې د جون په میاشت کې د جگړې په ډگر کې د نوموړې ډلې تر پر له پسې بریالیتوبونو، د یو اسلامی خلافت اعلان او د جگړې په ډگر کې د فعالیتونو د پراخیدو څخه وروسته هغه وتوانیده چې یو زیات شمیر نور کسان په خپلو لیکو کې جذب کړي.»

د «اسلامې دولت» نومې ډلې پر ضد نړیوال ائتلاف

CIA د «اسلامي دولت» د ملیشو د زیاتوالي په هکله دغه نوی اعلان یوه ورځ وروسته له هغې وکړ چې ولسشمر بارک اوباما د دغې افراطی ډلې پر ضد د هوايي بریدونو د پراخیدو ژمنه وکړه. د اوباما د پلان له مخې د نوموړو ملیشو پر ضد به نه یوازې په عراق بلکې په سوریې کې هم په هوایی بریدونو لاس پوری شي. سر بیره پر دې د متحده ایالاتو پوځيان به عراقي او کردي سرتیری وروزي او هغوی به په پوځي تجهیزاتو سمبال کړي.

په عین وخت کې د «اسلامي دولت» د ډلې پر ضد د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ یو نړیوال ائتلاف د جوړیدو په حال کې دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیری له خپلو عربي سیالانو سره له یوی لیدنې کتنې وروسته د سعودي عربستان په شمول لسو عربي هیوادونو د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد په یوې پراخې جگړې کې د برخې اخیستو له پاره موافقه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځني ختیځ کې د ملاتړو په لټه کې دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځني ختیځ کې د ملاتړو په لټه کې دیانځور: Reuters/B. Smialowski

له دې سره نو اوس روښانه شوې ده چې اسلامي حکومت د خپلو ډیرو جنگیالیو په مرسته کولای شي لا ډیرې ستونزې رامنځ ته کړي. له همدې کبله ښايي اوباما د اسلامي دولت پر ضد په عراق او سوریه کې د نویو پراخو هوایي بریدونو پلان اعلان کړې وي. له بلې خوا د عراق نوي حکومت او د سوریې اپوزیسیون د اوباما د دغه پلان هرکلی کړی دی خو د سوریې ولسمشر بشارالاسد او نړیوال پیاوړي ملگري هیواد روسیې بیا د اوباما دغه نوی پلان غندلی دی.

سوریایي چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد د حکومت له موافقې پرته د هغه په خاوره کې عملیات کول په اصل کې پر سوریې باندې برید دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند هم روښانه کړې ده چې د سوریې تر موافقې پرته هر عمل د نړیوالو قوانیو سخت ماتول دي.

اوباما ویلي دي جې له اسلامي حکومت سره د مبارزې له پاره د چمتو کیدو په موخه عراق ته ۴۷۵ پوځي روزونکي استوي تر څو د دې هیواد پوځ وروزي. خو هغه روښانه کړه چې دا کار عراق ته بیا د جنگي ځواکونو د استولو په معنی نه ده. له بلې خوا د پنتاگون په حواله امریکايي پوځي الوتکې به هم په عراق کې خپل عملیات پراخ کړي.

د اسلامي حکومت ډلې د عراق او سوریې یو شمیر سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي او په کې ډیر سخت قوانین یې وضع کړي دي.