1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د اسراییلو صدراعظم د اداري فساد په تور محاکمه کیږي

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

د اسراییلو په تاریخ کي پر یوه لومړني برحاله صدراعظم باندې د رشوت اخیستلو، اختلاس او اداري فساد په تور محکمه دایریږي. دا هم په داسې حال کې ده چې نیتانیاهو همدا څو ورځې دمخه د صدراعظمۍ لوړه وکړه.

https://p.dw.com/p/3cgmT
Israel |Sitzung des Obersten Gerichtshofs in Jerusalem
انځور: picture-alliance/dpa/T. Abayov

د اسرائیلو پر دغه ۷۰ کلن سياستوال باندي د ۲۰۱۹ م کال په نومبر میاشت کي د رشوت اخیستلو، فریب او عدم وفادارۍ په تور اقامهء دعوی سوې وه. پر هغه باندي د نورو تر څنګ تور لګول کیږي، چي د تلي کام يا مخابراتي شرکت(بیسېک-Besek) ته یې د دې په مقابل کي امتیازات ورکړي دي چي په هغه پوري مربوط (والا- Walla ) په نامه انټرنیټ پاڼي یې په ګټه تبلیغات کړي دي. پر هغه باندي نور دا ډول تورونه لګول کیږي، چي هغه او کورنۍ یې قیمتي او لوکسي تحفې اخیستي دي. د دې په عوض بیا تور دی چي هغه ورته مالي او شخصي امتیازات ورکړي دي.

همدا تقریبأ یوه اوونۍ دمخه نیتانیاهو د پنځم وار دپاره د صدراعظمۍ لوړه وکړه. خو د نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ کال د می ۲۴مې) څخه پرهغه باندي محکمه دایریږي، کوم چي هغه یې د خپل ځان او فامیل پر ضد د سیاسي انګیزو درلودونکئ یو کمپاین بولي. نیتانیاهو ځان د لويي څارنوالۍ او رسنیو قرباني بولي او ټوله تورونه ردوي.

Israel | Vereidigung der neuen israelischen Regierung
انځور: picture-alliance/dpa/Pool Yedioth Ahronoth/A. Kolomiensky

پر نیتانیاهو باندي محکمه باید اصلأ د همدې کال په مارچ کي لا دایره سوې وای، خو د کرونا د بحرن په سبب هغه وځنډیدله. د محکمې د پروسې پر وخت حتمي نه ده، چي نیتانیاهو حاضر وي، خو اوسنۍ محکمه به د ده پر کار باندي سخت فشار رامنځته کړي. پر هغه باندي په درو جلا قضیو کي محکمه دایریږي، چي په یوه کي يې ورباندي تور لګیدلی دی چي کلونه کلونه یې د نورو تر څنګ د هالیووډ د پرودیسور آرنون میلکن او اسټرالیايي ملیارډر، جېمس پاکر څخه قیمتي سوغاتونه اخیستي دي. بل تور لګول کیږي، چي د نیتانیاهو ښځي او زوی یې هم د هغه څخه مستفید سوي دي. ویل کیږي چي هغوی د تقریبأ یوه ميلیون ډالرو په ارزښت سګریټ، قیمتي الکهول، زیورات او د طیارو ټکټان اخیستي دي.