1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د اسرائیلو د مذهبي سیمو خلک اته برابره ډير پر کرونا اخته شوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

د بنی براک مذهبي ښارعملاً قرنطين شوی دی. د ارتودکس او حریدي یهودانو بی توجهي پر کرونا ویروس د متبلایانو شمیر د زیاتیدو سبب شوی دی. د مبتلايانو شمیر د اسرائیل په مذهبي ښارونو او کلیو کې د نورو سیمو اته برابره زیات دی.

https://p.dw.com/p/3aSDE
Israel Coronavirus Bnei Brak Vorort von Tel Aviv
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Schalit

په اسرئیل کې د بني براک ښار او د ارتودکس یهودانو د استوګنې سیمي، د کرونا اپيډمي د خپریدو په مرکز بدل شوی. پولیس د پوځ په مرسته د بنی براک ښار د تګ راتګ لارې تړلي دي. د حکومت سپارښتنو او مقرراتو ته د محافظه پاله یهودانو بی اعتنایي د یهودانو په شدیدو مذهبي سیمو کې په ډیرې چټکۍ سره د کرونا وبا د خپریدو سبب شوی دی.

د آلمان د یوې تلویزوني شبکې انټرنټ پاڼې "تاگس‌شاو" په خپل رپوټ کې د ارتودکس یهودانو د استوګنې په سیمو کې په پراخه کچه د کرونا ویروس د خپریدو خبر ورکړی دی.

د بني براک ښار چې ۲۰۰ زره نفوس لري د اسرائیلو مهم مذهبي ښار ګڼل کیږي. دا ښار چې د تل آبیب په ولایت کې موقعیت لري د ارتدکس یهودانو د استوګنې ځای دی. په تیرو ورځو کې هم پولیسو له خپلو موټرو سره د دې ښار په سړکونو کې ګزمې کولې.

پولیسو د لوډسپیکرونو په وسیله د سیمو پر خلکو غږ کاوه چې یوازې د خریدارۍ او داکتر ته د مراجعې په صورت کې دې له خپلو کورونو څخه ووځي.

د مقرراتو نه مراعاتول د دې سبب شوه چې پولیس د پوځ په مرسته ښار وتړي او د ښار په مختلفو برخو کې په لسګونو پوستې رامنځته کړي. سربیره پر دې د خلکو د تګ راتګ د څارنې له پاره پوځ له بی پیلوټه الوتکو یعنې ډرون څخه هم استفاده کوي.

Israel Jerusalem Coronavirus
په کرونا ويروس د مبتلايانو شمیر د اسرائیل په مذهبي ښارونو او کلیو کې د نورو سیمو اته برابره زیات دی.انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Schalit

د مذهبي مشرانو مقاومت

د اسرائیلو په سختو مذهبي سیمو خلک حکومتي سپارښتنې او مقررات نه مني او همدارنګه په مذهبي مراسمو او درسونو کې ګډون کوي.

د معتصب یهودانو له پاره له حکومتي قوانینو څخه د هغوې د مذهبي مشرانو یا رابینو خبره مهمه ده. د بني براک ځوانان خو حتی پولیسو ته د نازیانو خطاب کوي.

وضعیت دې حد ته رسیدلی دی چې د دې احتمال شته چې د بني براک ښار ۴۰ سلنه وګړي پر کرونا اخته شوي وي.

په ځانګړي توګه د پاخه عمر لرونکو کسانو وضعیت مسئولین انديښمن کړي دي. حکومت هڅه کوي تر ۴۵۰۰ داسې کسان چې عمرونه یي تر ۸۰ کلونو لوړ وي له بني براک څخه وباسي او په هوټلونو کې یې میشت کړي.

د کرونه خطر جدي نه نیول

د اسرائیلو مذهبي او ارتدکس اتباعو د ډیرې مودې راهیسې د کرونا ویروس د خپریدو خطر جدي نه دی نیولی. دوی د حکومت د سپارښتنو برخلاف په کنیسه و او د دیني درسونو په جریان کې سره راټولیږي.

د پولیسو او حکومتي چارواکو خبردارۍ د دوی غوږونو ته نه وو رسیدلي. ارتودکس یهودان، له ځیرک تلیفونو، انټرنټ، راډیو او تلویزون څخه استفاده مطلق حرام ګڼي.

د دیني مسائلو کارپوه بن خیم، د اسرائیلو ۱۳ ټلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي دي، چې معتصبه مذهبي مشرانو باید دا درک کړې وي، چې تورات شریف اوس د ویروس په مقابل کې د دوی حفاظت نه کوي.

ویل کیږي چې د کووید-۱۹ ناروغۍ د خپریدو سرعت د اسرائیل د نورو سیمو په پرتله په مذهبي سیمو کې ۸ برابره زیات دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ق.ن

 له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: