1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې څلور فلسطينيان وژل شوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۴, شنبه

د جمعې په ورځ په غزه کې څلور فلسطينيان ووژل شول. دوه کسان اسرائيلو پولې ته نژدې د اعتراضونو پر مهال او دوه نور چې د حماس مهم غړي ياد شوي، د اسرائيلو په هوايي بريد کې وژل شوي دي. نژدې ۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3Hvkq
Palästina Auschreitungen im Gazastreifen
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/Quds Net News/H. Jedi

په غزه کې د روغتيايي سرچينو په حواله، د جمعې ورځې اعتراضونو په پايله کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه اعتراضي مظاهرې د غزې تراډې په سويل کې د اسرائيل پولې ته نژدې په لاره اچول شوې وې. د مظاهرو پر مهال اسرائيلي عسکرو پر مظاهره چيانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې دوه کسان ووژل شول او شاوخوا ۵۰ تنه نور ټپیان شول. په ټپيانو کې ډيری يې ښځې او هلکان دي.

د اسرائيلي ځواکونو په وينا، له غزې څخه د اسرائيل پر خاوره د شوو ډزو په نتيجه کې د اسرائيل پوځ دوه سرتيري ټپيان شوي دي. د اسرائيل هوايي ځواکونو په غبرګون کې په غزه کې پر يوه پوځي مرکز بريد کړی چې د حماس ډلې دوه فعالان يې په کې وژلي دي.

حماس اسلامپالې ډلې هم منلې چې دوه غړي يې چې ۲۹ او ۳۳ کاله عمرونه يې درلودل وژل شوي دي. دغې ډلې ګواښ کړی چې د خپلو وژل شوو غړو غچ به اخلي.

په وروستيو مياشتو کې د اسرائيل او حماس ‌اسلامپاله ډلې تر منځ کومه چې د غزې پر تراډه کې حکم چلوي، اخ و ډبونو زور اخيستی دی. د حماس ډلې جنګياليو يو ځل بيا د اسرائيل پر لور توغندي توغولي چې ورپسې د اسرائيل پوځ هم په غزه کې پر يوه مرکز باندې بمباري کړې ده.

د دې سربيره، فلسطينيان د شاوخوا يو کال مخکې څخه د غزې سيند د محاصرې پر وړاندې د اسرائيل په پوله کې خپل اعتراضونو کوي.

د روغتيايي سرچينو په حواله، د تيرکال مارچ مياشتې څخه تر اوسه، له ۲۷۰ څخه ډير فلسطينيان وژل شوي او په زرونو نور کسان ټپيان شوي دي.

اسرائيل څه باندې لس کاله مخکې د غزې تراډه د سيند له لورې د «امنيتي دلايلو» پر اساس محاصره کې راوستې ده. اسرائيل، امريکا او اروپايي اتحاديه د حماس ډله د يو تروریستي سازمان په توګه پيژني.

م ک ص/ ن ص