1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو په ډزو ټپي شوي فلسطيني ځوان ساه ورکړه

۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبه

يو فلسطينی ځوان چې د غزې په تراډه د اسرائيلي ځواکونو په ډزو ټپي شوی وو، نن شنبه (د اګست ۳۱مه) يې ساه ورکړه. دغه خبره په ياده ناکراره سيمه کې د روغتيا وزرات د فرانسې خبري آژانس ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/3OnpO
Gaza | Plästinenser protestieren im Gaza-Streifen
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/M. Hams

د فرانسې خبري آژانس ويلي چې وژل شوی فلسطينی، بدرالدين ابو موسی نوميده او ۲۵ کاله عمر يې. د سرچېنې په حواله ابو موسی د «جمعې ورځې په نښته کې په ګولۍ پر سر لګيدلی وو» او نن سهار يې ساه ورکړه.

د فرانسې خبري آژانس ويلي دي چې دغه مطلب د روغتيا وزارت وياند، اشرف القدره له خوا په يوه اعلاميه کې ذکر شوی دی.

وياند زياته کړې چې د ابو موسی د اسرائيل پولې ته نژدې مظاهرو کې  چې په سلونو فلسطينيانو په برخه اخيستې و ه ګډون کړی وو.

په اعلاميه کې د وزارت د ویاند له قوله ويل شوي چې په پيښه کې لږ تر لږه ۷۵ نور فلسطينيان هم ټپيان شوي دي، چې ۲۴ ېې په اور ژوبل شوي دي.

 د اسرائيل پوځ په دې اړه په سملاسي توګه څه نه دي ويلي.

د غزې او اسرائيل د پولو پر اوږدو د فلسطينيانو د مظاهرو بهير د تیرکال مارچ مياشتې راهیسې پيل شوی دی. په دغې موده کې لږ تر لږه ۳۰۶ تنه فلسطينينان وژل شوي دي. ډيری دغه فلسطينيان د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي. همدارنګه په دغې موده کې ۷ اسرائيليان هم وژل شوي دي.