د اسرائيل او غزې پر پوله يو فلسطيني وژل سوی
۱۳۹۱ آذر ۴, شنبهد رویټرز خبري آژانس يوه ويديو خپره کړې ده چي پکښي د غزې او اسرائيل پوله ښودل سوې ده. په ويديو کي معلوميږي چي يو څو تنه فلسطينيان چي زياتره يې تنکي ځوانان او ماشومان دي د پولې څخه د ۵۰ او ۱۰۰ مترو په واټن کي راغونډ سوي دي. د پولي د ازغي لرونکي خنډ بلې خوا ته، په اسرائيلۍ خاوره سرتیري تر سترگو کيږي. دغه اسرائيلي سرتیري د خپل پوځي موټر مخي ته ولاړ دي. يو زوړ فلسطيني سړی او سرتیري هغه وخت راغونډ سوي ځوانان په مخه کوي چي هغوی پولې ته د نزدې کېدو هڅه کوي.
راغونډ سوي ځوانان چي په دغه فلم کي ښودل سوي، د الله اکبر نعرې وهي. د هغه وروسته چي څه پېښ سوې، هغه په دغه فلم کي نه دي ښودل سوي. د رویټرز د راپور په وينا يو ۲۳ کلن کس وروسته هڅه وکړه چي د پولي پر سيمي دېوال باندي د حماس بيرغ ورپوي چي له کبله يې اسرائيلي سرتیرو درې هوايي ډزې وکړې. راپور زياتوي چي دغه کس بيا په لوړ ږغ سره اسرائيلي عسکر مخاطب کړل: « الجعبري ستاسو شاته ولاړ دی.» الجعبري د حماس هغه وسله وال مشر وو چي د اسرائيل له خوا په یوه هوایي برید کې تر وژل کېدو وروسته یې اته ورځنی وسله وال کړکېچ رامنځ ته سوی وو.
اسرائيلي اړخ د دغې پيښي وروسته وويل چي يو شمېر فلسطينيانو هڅه کوله چي د پولي سيمي خنډ مات کړي چي له کبله يې اسرائيلي سرتیرو هوايي ډزي وکړې. د اسرائيلو د رسمي مقاماتو د وینا له مخې کله چي د پولي ماتوونکو غبرگون ونه ښود، نو اسرائيلي سرتیرو د هغوی پښو ته نزدې ډزې وکړې.
د غزې چارواکو ويلي دي چي په دغه پېښه کي لس کسان ژوبل سوي هم دي. د حماس وياند ابوظهري، دغه پېښه د اوربند خلاف کار بللی دی. نوموړي زياته کړې ده چي د مصري منځگړو سره به د دغه پېښې پر سر خبري وکړي. د غزې په تراړه کي د جمعې په ورځ په مسجدونو کي د ۱۶۰ وژل سوو فلسطينيانو یادون وشو. دغه کسان په اته ورځني تاوتريخوالي کي وژل سوي ول.
په عيني حال کي په اسرائيل کي هم د اته ورځني کړکېچ وروسته اوس بحثونه رامنځ ته سوي دي. بحثونه پر دې دي چي د دغه کړکېچ څخه بايد اوس څنگه نتیجه واخيستل سي. د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير اويدگور ليبرمان، د يوه تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي:
« زما په فکر محمود عباس، خپله تگلاره پر دوو برخو وېشلې ده، چي له مخي يې د دیپلوماتيکي ترهگرۍ دنده پخپله او د ځمکنۍ ترهگرۍ دنده یې حماس ته سپارلې ده.»
په اسرائيل کي د تر سره سوو احصائيو له مخي د دغه هیواد تر نيمايي پوري وگړي د اته ورځنۍ جگړې د پيښو څخه ناخوښه دي. خو په عين حال کي د لومړي وزير بنيامين نتنياهو، د ايتلافي حکومتي گوندونو د پلویانو د شمېر گراف لوړ سوی دی.
اندریاس نول/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: سید ریاض