د استرالیا لومړی وزیر: د الوتکې زیگنالونه مو موندلي
۱۳۹۳ فروردین ۲۲, جمعه
لومړي وزیر توني ابوت، د جمعې په ورځ وویل چې د استرالیا په مشري پلټونکې ډلې هڅه کوي چې د MH370 شمیرې پرواز د ورکې شوې الوتکې زیگنالونه راټول کړي ترڅو د دغې بوینگ ۷۷۷ ډوله الوتکې د لویدو اصلي ځای څرگند شي.
ابوت په شانگهای کې وویل: «موږ د پلټنو سیمه ډیره وړوکې کړې ده او موږ پر دې خبرې باندې ډاډه یو چې زیگنالونه د الوتکې له بلک باکس څخه استول کیږي. موږ هڅه کوو چې د زیگنال د ختمیدو تر وخته پورې هر څومره چې امکان ولري ډیر معلومات راټول کړو.»
د استرالیا سمندري ځواکونو اوس د الوتکو په مرسته اوبو ته داسې وسایل اچولي دي چې په مرسته یې د الوتکې بدنه موندل کیدای شي. د مالیزیايي هوايي شرکت په دغه الوتکه کې ۲۳۹ کسان سپاره ول چې ویل کیږي ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مالیزیایي هوایي شرکت دغه الوتکه د مارچ میاشتې پر اتمه نیټه هغه وخت لادرکه شوه چې له بیجینگ څخه د کولالامپور په لور روانه وه. د الوتکې ډیر شمیر سپرلۍ چینایان ول.
د پلټونکې ډلې مشر ډیر خوشبینه نه ده
که څه هم د استرالیا لومړي وزیر خوشبینې څرگنده کړې ده، خو د استرالیا په پیرت ښار کې د پلټونکو ډلو د همغږۍ دفتر د جمعې په ورځ وویل چې د پنجشنبې په ورځ موندل شوې زیگنالونه ښايي د لادرکه شوې الوتکې نه وي.
اوس د مالیزیایي هوایي شرکت د لادرکه شوې الوتکې د موندلو په عملیاتو کې څوارلس الوتکې او ۱۳ کښتۍ ونډه لري.