1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه بن لادن زوی د محمد عطا له لور سره واده کړی

۱۳۹۷ مرداد ۱۵, دوشنبه

حمزه بن لادن، د القاعده د پخواني مشر زوی او د دې شبکې یو له با نفوذه څیرو څخه دی چې امنیتي سازمانونه یې په لټه کې دي. د معلوماتو له مخې هغه په نیویارک کې د سپټامبر د یولسمې د بریدګرو مشر محمد عطا له لور سره واده کړی دی.

https://p.dw.com/p/32hC6
Hamza Bin Laden
انځور: picture alliance/AP/CIA

د بن لادن د کورنۍ یوه غړي له «ګاردین» ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې کورنۍ په اړه نوي موضوعات مطرح کړي دي. د حمزه بن لادن د ورور په خبره، د اسامه بن لادن زوی د هغو الوتکې تښتونکو د مشر له لور سره واده کړی دی چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په یولسمه یې په نیویارک کې له دوو غبرګو برجونو(سوداګریزو ودانیو) سره جنګولی وو.

د اسامه بن لادن ورور احمد العطاس، ګارډین ته ویلي دي: «که حمزه اوس زما په څنګ کې ولاړ وای ما به ورته ویلي وای پر هغه کار چې کوی یې یو ځل بیا فکر وکړه. په هغه لار چې پلار دې تللی مه ځه. ته به د خپل خیال له وحشتناکې برخې سره مخامخ شې».

د حمزه په هکله عمومي اندیښنې بی دليله نه دي. د مودو راهیسې له حمزه بن لادن څخه د القاعدې ترهګرې شبکې په رهبرۍ کې د نوي څيرې په توګه یادونه کیږي او نوموړي په دې سازمان کې کليدي نقش په غاړه اخیستی دی.

ویل کیږي چې حمزه له خپلو پلویانو غوښتي دي چې د لندن، واشنګټن، پاريس او تل آبیب پر وړاندې لاس په کار او بریدونه وکړي. په عین وخت کې د اسامه بن لادن د دې زوی په هکله ويل کيږي چې د القاعدې شبکې د مشر ايمن الظواهري مرستيال دی.  

امریکا متحده ایالات دغه ۲۸ یا ۲۹ کلن ځوان ته د یوه نړیوال ترهګر په سترګه ګوري او اټکل کیږي چې هغه په افغانستان کې ژوند کوي.

ویل کیږي چې حتی عالیه غانم، د اسامه بن لادن مور له خپل لمسي سره تماس نه لري. احمد العطاس ګاردين ته د حمزه د استوګنې د ځای په اړه وایې: «مونږ ډاډمن نه یو، خو احتمال لري چې هغه په افغانستان کې وي».

محمد عطا یو له هغو ترهګرو څخه وو چې د سپټمبر د یولسمې په بریدونو کې یې ګډون درلود. هغه په مصر کې زیږیدلی وو او د هامبورګ د تروریستي هستې رهبري یې په غاړه درلوده. نوموړی یو له هغو کسانو څخه وو چې تښتول شوې الوتکه یې په نیویارک کې د نړۍ له تجارتي ودانیو سره جنګولې وه.

د بن لادن د کورنۍ برخلاف د محمد عطا د کورنۍ په اړه ډیر اطلاعات نه دي خپاره شوي. د ګارډین په حواله د عطا لور د مصر هیواد تابعیت لري.

د بن لادن کورنۍ اوس هم د سعودي عربستان یوه له شتمنو کورنیو څخه ده چې د ټولنۍ په لوړ قشر پورې تعلق لري.

اسامه بن لادن له ترهګریزو بریدونو لس کاله وروسته په ۲۰۱۱ م کال کې د پاکستان په اېبټ آباد کې د امریکایې کوماندو ځواکونو په وسیله ووژل شو.