1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې مشران د مهاجرت په برخه کې موافقې ته ورسیدل

۱۳۹۷ تیر ۸, جمعه

د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې تر ۱۲ ساعتونو «تندو» خبرو وروسته د مهاجرت پر سر یوې موافقې ته ورسیدل. د میرکل له پاره د مهاجرت په برخه کې د منلو وړ یو تړون رامنځ ته کول په یوې برخلیک ټاکونکې موضوع باندې بدله شوې ده.

https://p.dw.com/p/30WD9
Migration aus Afrika in der Nähe der Stadt Gohneima, Lybien
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Küstenwache Lybien

د اروپايي شورا مشر دونالد تسک، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې تر اوږدو خبرو اترو وروسته د مهاجرت په برخه کې یوې موافقې ته ورسیدل.

دغه تړون د انګلا میرکل د حکومت د دوام له پاره ډیر اړین بلل کیدی. میرکل په وروستیو وختونو کې د خپل کورنیو چارو له وزیر سره د مهاجرت د موضوع پر سر په جنجالونو کې ښکیل شوې ده.

تر اوسه پورې څه شوي دي:

  • تسک پر تویتر باندې ولیکل: «د اروپايي ټولنې ۲۸ غړي هيوادونه د مهاجرت په ګډون د اروپايي شورا پر نتجه ګیریو باندې توافق کړی دی.»
  • د اروپايي ټولنې په تړون کې په دې بلاک کې دننه د مهاجرو د لومړني ثبت او منلو د تړلو مرکزونو په اړه ګنګ کلمات کارول شوي دي. د اروپايي ټولنې هیوادونه غواړي چې دغه مرکزونه په خپله خاوره کې جوړ کړي دي چې هدف به یې د مهاجرو او د پناه غوښتونکو د چارو پر مخ وړل وي.
  • په تړون کې د دې وړاندیز هم شوی دی چې مهاجر مخکې له دې چې اروپايي ټولنې ته داخل شي، وارزول شي چې ایا په دې سیمه کې د پناه غوښتنې شرایط پوره کوي او که نه. په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې هیوادونو ته به اروپايي ټولنه د دغه مهاجرو د پروسس د مرکزونو د جوړولو په بدل کې مالي او پرمختیایي مرستې ورکړي.
  • میرکل وویل چې د اروپايي ټولنې مشرانو پر دې موضوع هم موافقه کړې ده چې خپل داخلي ارزونې ډیرې کړي ترڅو د دې مخه ونیول شي چې پناه غوښتونکي اروپايي ټولنې ته تر رسیدو وروسته، په آزاده توګه په دې سیمه کې د پناه غوښتنې له پاره یو هیواد انتخاب کړي.
  • تر دې مخکې ایټالیا ګواښ کړی وو چې که د اروپايي ټولنې په یوې اعلامیه کې د مهاجرو په برخه کې موافقې نه وي، نو دغه سند به لاسلیک نه کړي. د اروپايي ټولنې په نتیجه ګیري کې د بریکزیت او امنیت په اړه هم موضوعګانې شاملې دي.
  • د اروپايي ټولنې مشرانو موافقه وکړه چې ترکیې د مهاجرو د تړون په ارتباط درې میلیارده نورې یورو هم ورکړي. دغه پیسې انقرې ته په ۲۰۱۶ کال کې د مهاجرت په تړاو د لاسلیک شوي تړون له کبله ورکول کیږي. دا ترکیې ته د انتقالیدونکو پیسو دویم قسط  دی.
  • Belgien EU-Gipfel in Brüssel | Guiseppe Conte
    د ایټالیا لومړي وزیر ویلي چې هغه له دې پایلو راضي دیانځور: Reuters/E. Vidal

«موږ اوس هم ډیر کار په مخ کې لرو»

میرکل وویل چې هغه خوشبینه ده چې اروپايي ټولنه د مهاجرت د ستونزې د حلولو په لور خپل مشترک کار ته دوام ورکوي. هغې زیات کړه چې اروپايي ټولنې د یوه ګډ حل لاري د موندلو له پاره «ښه زیګنال» استولی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، وویل: «دا اروپايي همکاري ده چې نن بریالۍ شوې ده. اروپا باید د اوږدې مودې له پاره د مهاجرت له فشار سره ژوند وکړي. موږ باید د دې ننګونې پر وړاندې په داسې حال کې چې خپلو ارزښتونو ته وفاداره پاتیږو، بریالي شو.»

د اتریش صدراعظم سیباستيان کورتڅ، وویل: «موږ له اوږدې مودې راهیسې د ساتنې د سیمو، امن ځایونو او د ثبت مرکزونو د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې، هر څه چې ورته نوم ورکوئ. داسې مرکزونه چې له اروپا څخه بهر وي. دغه مفکوره اوس کامیابه شوې ده.»

د هالند لومړي وزیر مارک روته، وویل چې اروپا قدم په قدم پر مخ ځي چې د مهاجرت ستونزه حل کړي. هغه زیاته کړه چې دغه تړون اړین وو. د ایټالیا لومړي وزیر بیا ټینګار کړی دی چې هیواد یې نور له شمالي افریقا او منځني ختیځ څخه د راتلونکو مهاجرو په موضوع کې یوازي نه دی.

ms/nz (AFP, dpa, Reuters, AP)