1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني کميسار: د قانوني مهاجرت لاري بايد ډيري سي

۱۳۹۷ آذر ۳۰, جمعه

د مهاجرو له پاره د اروپايي اتحاديې کميسار ديميتريس افراموپولوس پر اروپايي هيوادونو ږغ کړی چي د قانوني مهاجرت امکانات زيات کړي.

https://p.dw.com/p/3ATTz
EU-Innenkommissar Dimitris Avramopoulos
انځور: picture-alliance/dpa/P. Klaunzer

ديميتريس افراموپولوس په اروپا کي د پناه غوښتنې په قوانينو کي د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. د مهاجرو له پاره د اروپايي اتحاديې دغه کميسار زياته کړې ده چي په راتلونکي مېلادي کال کي په زياته بيا دا موضوع ضروري ده چي د مهاجرو په تړاو اروپايي سياست او پناه غوښتنې د داسي نظام په هکله بحثونه وسي چي «د بحرانونو په وړاندي د مبارزې» توان ولري.

د نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (۲۰۱۸ کال د ډسمبر ۲۱مه ) د فونکه په نوم رسنيو او ورځپاڼو آلمانۍ ډلې له خوا خپرې سوي دي. افراموپولوس د اروپا ړ مځکني او سمندري پولو د ټينګولو او د قانوني مهاجرت د لارو پر رامنځ ته کولو او د ادغام پر پياوړي سياست ټينګار کړی دی.

د اروپايي اتحاديې کميسار زياته کړې ده چي د قاچاقبرانو د خطرناکو شبکو او د غېر قانوني سفرونو د مخنیوي له پاره به په راتلونکي کال کې له دريم گړو هيوادونو سره د همکاري اړخ پياوړی کړل سي. د دريم گړو هيوادونو څخه د نوموړي مقصد هغه غېر اروپايي هيوادونه دي چي اروپا ته تر مهاجر راځي.

افراموپولوس ويلي دي چي په عيني وخت کي بايد اروپا ته د راتګ له پاره و هغو کسانو ته چي امن ته اړتيا لري، قانوي لاري جوړي کړل سي «تر څو هغوی په امن او تنظم سوې توګه اروپا ته راسي.»

د افراموپولوس په وينا د اروپايي اتحاديې ټول غړي هيوادونه په مشترکه توګه دا مسؤليت لري چي په سمندرونو کي د مرګونو مخه ونيسي. د هغه په وينا هر ضايع سوی ژوند تر اندازې زياته لويه ضياع ده. د مهاجرو د دغه کميسار په وينا په مديترانه کي د تلاښ او ژغورني په برخه کي د اروپا عملياتي ماموريت له ۲۰۱۵م کال راهيسي تر۶۹۰ زره زيات انسانان له اوبو ژغورلي دي.

کميسار خبرداری ورکړی دی چي د مهاجرو کمښت بايد د دې لامل نه سي چي په اروپا کي د پناه غوښتنې په نظام کي د اصلاحاتو هلي ځلي کمزوره سي. د هغه په خبره که وضعه همداسي پاته سي نو ښايي له ۲۰۱۴م کال راهيسي به ۲۰۱۸ کال لومړی وي چي پکښي تر ټولو کم مهاجر اروپا ته راغلي دي.

هغه زياته کړه چي د مديترانې لار اوس هم د مهاجرت په مخه تر ټولو فعاله لاره ده. د هغه په وينا «دلته د تېرکال په پرتله فشار زيات سوی (...) او موږ بايد تيارسئ واوسو.»

د مهاجرو له پاره د اروپايي اتحاديې کميسار ويلي چي د دغې اتحاديې ځيني غړي هيوادونه د پېوستون او همکارۍ له اړتيا څخه په پوره اندازه برخمن نه دي. د هغه په وينا البته د مهاجرت په تړاو سياست کي اصلاحات او همکاري هيڅ بل بديل نه لري.