1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې تر ټولو ډيرې ښځې په فرانسه کې وژل شوي

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

په اروپا کې د ښځو د وژنې تر ټولو ډيرې پيښې په فرانسه کې ليدل کيږي. اوس حکومت د ښځو د لا ښه تحفظ په موخه پر يو نوي قانون کار کوي، خو د ښځو د حقونو فعالان وايي نوی قانون به کافي ګټور واقع نه شي.

https://p.dw.com/p/3TdE6
Frankreich Femizid - Organisatorin von #Noustoutes, Camille Caratti
انځور: DW/L. Louis

ميرمن ګوټيئر يوه له هغو فرانسويو ميندو څخه ده چې لور يې د خپل ملګري له خوا وژل شوې ده. دغه مور وايي چې هغه داسې فکر کوي لکه د ټول عمر سزا چې ورته ورکړل شوې وي.

د هغې ۲۸ کلنه لور هيلن ګوټيئر د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې د فرانسې په شمال ختيځ ښار، رائم کې د هغې د پخواني ملګري له خوا ووژل شوه.

د هيلن مور وايي: «زما لور له خپل دغه ملګري څخه شپږ اوونۍ مخکې جلا شوې وه، خو د هغه ملګري به بيا هم زما لور په پر له پسې توګه ګواښله. يو سهار هغه له کوره بهر په هغه ځای کې چې ده په کې کار کاوه، زما لور ته په انتظار کې وو. هغه له هيلن څخه وغوښتل چې ورسره لاړه شي، خو زما لور ورسره له تلو انکار وکړ. په دې کار سره هغه زما پر لور د زړه او سږو پر برخې د چړې ګوزارونه وکړل او هغه يې په هماغه ځای کې ووژله.»

آنيک ګوټيئر زياتوي چې باور يې نه کيږي چې لور يې مړه شوې وي او فکر کوي چې يوه ورځ به بيا له هغې سره ګوري.

«حکومت هم پړ دی»

Frankreich Femizid l Private Bilder von Hélène Gauthier
د وژل شوې اته ويشت کلنې هيلن ګوټيئر انځورانځور: Mael Fuentes

۵۷ کلنه ګوټيئر وايي چې د لور په وژنه کې يې يوازې د هغې پخوانی ملګری مسئول نه دی، بلکې د وژنې يو لامل د فرانسې پوليس هم دي. هغه وايي: «کله چې هغه زما لور ووژله، له هغې څخه يوازې دوه اوونۍ مخکې، هغه يو ځل د کړکۍ د ښيښې په ماتولو سره زموږ کور ته دننه شو. هغه داسې پوه کړل شوی وو چې هيلين له کوم بل هلک سره ملګرتيا پيل کړې ده.«

د آنيک ګوټيئر په حواله، لور يې د دغې پيښې په اړه پوليس خبر کړي وو، خو هغه د پوليسو له ځايي دفتر څخه په ژړا بيرته راغله. هغه مهال هغې خپلې مور ته ويلي وو چې پوليسو ورته وويل چې «دا خو يوه عادي مسئله ده. خو پوليسو داسې فکر نه کاوه چې دغه شخص به دومره خطرناک وي چې د نجلۍ پر قتل باندې لاس پورې کړي.»

دغه فرانسوۍ ميرمن وايي چې تر هغې وروسته يې لور د خپل پخواني ملګري پر خلاف له دعوا کولو تيره شوه. آنيک ګوټيئر زياتوي: «زه د فرانسوۍ معاشرې څخه سخته ناراضه يم، دا يوه پلارواکې او د نارينه و معاشره ده. که دلته د ښځو د خونديتوب خبره کيږي، نو نارينه په کې له نارينه و څخه ملاتړ کوي.»

Frankreich Femizid l Annick Gauthier, Mutter von Hélène Gauthier
د هيلين ګوټيئر مور، آنيک ګوټيئرانځور: Mael Fuentes

په کال کې له ۱۳۰ ښځو څخه ډيرې وژل کيږي

په اروپايي هيوادونو کې د ښځو د وژنې تر ټولو ډيرې پيښې په فرانسه کې رامنځ ته کيږي. د هيلين وژنه د دغو وژنو څخه يوه ده. د روان کال په جريان کې هم له ۱۳۰ څخه ډيرې ښځې وژلې شوي دي. دغه ښځې د خپلو خاوندانو، ملګرو او يا هم پخوانيو ملګرو له خوا وژلې شوې دي.

د ښځو د حقونو مدافع فرانسوی سازمان «نو توت» (NousToutes) يا «موږ ټول»، له تيرو څو کلونو راهيسې په فرانسه کې د دا ډول هر قتل په اړه معلومات په ټولنيزو رسنيو کې خپروي. دغه سازمان ډيری وخت د ښځو د حقونو له پاره احتجاجي مظاهرې هم په لاره اچوي.

ياد سازمان همدا روانه اوونۍ هم د پاريس ښار په ختيځه سيمه «پلاس دې لا باستيل» کې مظاهرې وکړې. په دغو مظاهرو کې يو شمير ښځو، د ښځو د وژنو په تړاو اعتراضي نمايشونه يا حرکات هم ترسره کړل. دوی پر ځمکه داسې ځانونه غورځولي وو لکه د چا له خوا چې وژل شوي او هيڅ څوک يې ورته پام نه کوي.

د دغو مظاهرو پر وخت ښځو پر لوډسپيکرونو کې داسې نعرې هم کولې: «ما له خپل بايفرينډ (ملګري) څخه ځان جلا کړی، خو هغه اوس ماته ګواښونه کوي.»