1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پارلمان غړي: امریکا دې د ایران له تړونه نه وځي

۱۳۹۷ فروردین ۳۱, جمعه

د فرانسې، آلمان او بریتانیا د پارلمانونو غړو ګواښ کړی دی، چې که امریکا متحد ایالات د لوېديځ او ایران تر منځ له اتومي تړون څخه ووځي نو دا موضوع به د اروپا او امریکا اعتماد ته زیان ورسوي او په منځني ختیځ کې به جګړې پیل شي.

https://p.dw.com/p/2wNNg
Österreich Wien Atom Verhandlungen
انځور: Getty Images/AFP/J. Klamar

د آلمان، بریتانیان او فرانسې د پارلمانانونو شاوخوا ۵۰۰ غړو د پنجشنبې په ورځ د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې د ایران د اتومي تړون ساتنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې کیدای شي په راتلونکي میاشت کې واشنګټن له دې تړون څخه ووځی.

د اروپا د پارلمان غړو خپلو امریکایي سیالانو ته په یوه لیک کې ویلي دي: «دا د امریکا او اروپا په ګټه ده چې په یوه بې ثباته سیمه کې د هسته وي امکاناتو د ډیریدو مخه ونیسو او د ترانز اتلنتیک اړیکې د نړۍ په سیاست کې د اعتماد او اعتبار وړ قدرت په توګه وساتو.»

د ترمپ ادارې تر دې مخکې کې ګواښ کړی وو چې د ایران اتومي تړون دې د می میاشتې تر ۱۲نېټې پورې اصلاح شي که نه نو کیدای شي واشنګټن پر تهران باندې خپل بندیزونه له سره ولگوي.

د اروپا قانون جوړونکو په خپل لیک کې ټينګار کړی دی چې پر ایران باندې د بندیزونه وضع کول به نو د دې هیواد پر اتومي پروګرام د څارني د پای ته رسیدو په معنی وي.

له ایران سره تر ۱۳ کلونو مذاکراتو وروسته، بالاخره لویدیځ ځواکونه وتوانیدل چې پر تهران باندې د بندیزونو په له منځه وړلو سره، د دغه هیواد اتومي پروګرام تر خپل څار لاندي ونيسي. د اروپا قانون جوړونکو په لیک کې راغلي دي چې په دې تړون سره د ایران له خوا د اتومې وسلو ترلاسه کول ډیر کم شوی دی.

دغه لیک د پنجشنبې په ورځ په بیلابیلو رسنیو کې خپور شوي دی.

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون به په راتلونکې اوونۍ کې واشنګټن ته سفر وکړي چې ترمپ په دې تړون کې پاتېدو ته قانع کړي.