1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا اتحادیې پرروسیې باندي نوي تعزیرات وضع کړل

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

د اروپا اتحادیې د روسیې پرضد د تعزیراتو د وضع کولو په سلسله کي د روسي اتباعو او مؤسساتو تر ۱۷ ملیارډه یورو ډیره سرمایه کنګل کړه.

https://p.dw.com/p/4IpNN
Albanien TIrana | Ursula von der Leyen, EU & Edi Rama, Ministerpräsident
انځور: Gent Shkullaku/AFP/Getty Images

د اتحادیې قضايي کمیسار، دیدیر رېویندرز د فونکه په نامه الماني رسنیز ګروپ ته وویل: »دا په اوو غړو هیوادونو کي د ۹۰  کسانو سرمایه ده، چي کنګل سوې ده.« د روسیې پرضد د غربي تعزیراتو د یوې برخي په حیث د روسیې د مرکزي بانک د اسعاري ذخایرو تقریبأ ۳۰۰ ملیارده یورو هم کنګل سوي دي.
تر ټولو دمخه بیا اوکرایني سیاستمداران غواړي، چي دغه کنګل سوي پيسې دي د جنګ تر ختمیدو وروسته د دغه هیواد په بیا رغونه کي په کار ولویږي.