1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردوغان د کور انځورونکې اسرائيلۍ جوړه په جاسوسۍ تورنه سوې

۱۴۰۰ آبان ۲۳, یکشنبه

د ترکيې امنيتي چارواکو يو اسرائيلي سړی او د هغه مېرمنه د ترکيې د حساسو ځايونو د انځور اخيستنې په تور نيولې ده. اسرائيلي منابع وايي دغې جوړې د اردوغان د کور عکس اخيستی ؤ.

https://p.dw.com/p/42yJ2
Türkei Dolmabahce Palast in Istanbul
د عثماني خلافت د وخت د دولما باغچه ماڼۍانځور: imago/Westend61

د اسرائيل هيواد د باندنيو چارو د وزارت يوه وياند تائيد کړې ده چي په ترکيه کيوه اسرائيلۍ جوړه نيول سوېده. په لومړي سر کي دا نه وه څرګنده چي دغه جوړه په کوم تور د پوليسو له خوا نيول سوې ده.

دا هم معلومه نه وه چي دغه جوړه د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د کوم کور انځورونه اخيستي ول. ترکي چارواکو هم د دغې جوړې د نيولو پر وخت تفصيلات نه ول وړاندي کړي.

»ښکلی کور«

د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخي يوې اسرائيلۍ مېرمنې له ترکيې څخه خپلې کورنۍ ته د يو انځور لېږلی ؤ او ورسره ليکلي يې ول: «څومره ښکلی کور دی.» دغه مېرمنه د خپل مېړه سره ترکيې ته تللې وه چي هلته د خپلو دوستانو په سالګره کي ګډون وکړي.

یادې جوړې د استانبول په يوه هوټل کي ځای نيولی ؤ او بايد د نوامبر مياشتي په ۹ نېټه بېرته خپل هيواد ته ستانه سوي وای. خو کله چي هغوی خپل هيواد ته و نه رسېدل، نو يې کورنۍ اندېښمنه سوه.

د ترکيې چارواکو د يادي اسرائيلي جوړې سره د ترکيې يو ځايي کس هم نيولی دی. ويل سوي چي دغه کسان و چارواکو ته د ځايي راډيو تلويزيون (Camlica) د يو همکار د خبر ورکولو وروسته ونيول سول.

د خبر ورکوونکي کس په وينا اسرائيلۍ جوړې د يوې هسکي ودانۍ له ريسټورانټ څخه دا انځور اخيستی ؤ. دغې جوړې چي د کومې ودانۍ انځور اخيستی دی، هغه په استانبول کي واقع ده.

د جاسوسۍ تورونه

د ترکيې د خبري آژانس انادولو د خبر له مخي پر نيول سوي اسرائيلۍ جوړې په رسمي توګه په محکمه کي تور لګول سوی دی. زياته سوې چي دغه جوړه د جمعې په ورځ د نوامبر په دولسمه نېټه د ترکيې يوې محکمې ته وړاندي کړل سول چيري چي پر هغوی د «سياسي او نظامي» جاسوسۍ تور ولګول سو.

د اسرائيل د باندنيو چارو وزير يائير لاپيد له دفتر څخه په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي نيول سوې جوړه د اسرائيل د جاسوسي ادارو سره هيڅ اړيکه نه لري. د دغې اعلاميې له مخي د اسرائيل د باندنيو چارو وزارت د ترکيې د چارواکو سره په تماس کي دی او د دغې جوړې د آزادېدنې هڅې کوي.

د اسرائيلۍ ورځپاڼي هارټز د راپور له مخي د نيول سوې اسرائيلۍ مېرمني نوم نتالي اوکنن او د مېړه نوم يې موردي اوکنن دی. د هغوی د وکيل له وينا ويل سوی چي دغې جوړې د عثماني خلافت د وخت د دولما باغچه ماڼۍ يو انځور اخيستی ؤ. د دغې ماڼۍ يوه برخه اوس د ترکيې د ولسمشر د دفتر په توګه کاروله کيږي.

د جاسوسۍ شبکه

په ترکيه کي په عمومي توګه د نظامي او د امنيت سره تړلو ځايونو انځورونه اخيستل ممنوع دي. که څوک د دغو ځايونو عکسونه اخيستل غواړي نو بايد چي مخکي له مخکي له چارواکو اجازه واخلي.

د ترکيې رسنيو د روان عيسوي کال په اکتوبر مياشت کي راپور ورکړی ؤ چي د ترکيې امنيتي ادارو يو شمير اسرائيلي جاسوسان نيولي دي.

د راپور له مخي د ترکيې چارواکو ته د تحقيق وروسته معلومه سوې وه چي د پنځلسو کسانو يوې ډلې د اسرائيل د جاسوسي ادارې موساد په غوښتنه د بيلو محصلينو جاسوسي کوله. د ترکيې دولتي تلويزيون ټي آر ټي دغه ډله د يوې نړيوالې جاسوسي شبکې برخه بللې وه.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.