1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخوان المسليمين په ډله کي ګوندي شخړي

۱۳۸۸ شهریور ۲۳, دوشنبه

د مصر د اخوان المسليمين يو اتيا کلن مشر مهدي اکېف ويلي دي چي دی به په راتلونکي کال کي د خپلې دندې څخه پر شا سي...

https://p.dw.com/p/JebP
د اخوان المسليمين د ډلي مشر محمد مهدي اکېف
د اخوان المسليمين د ډلي مشر محمد مهدي اکېفانځور: AP

دا پداسي حال کي چي دی صرف پنځه کاله د مصر لخوا د منع سوي دغه ګوند مشر پاته سوی دی. نوموړي يو وخت ويلي وه چي په مصر کي د پخواني مشر اصطلاح نشته بلکه يوازي د خدای بخښلي مشر اصطلاح شته. مانا دا د مصر مشران تر ژوند تر آخره پوري مشرتابه په غاړه اخلي. خو دا چي دی د اخوان المسليمين د مشرتابه د دندې څخه اوس ليري کيږي د نوموړي د خپلي پخوانۍ خبري نفي ده.

اوس په اخوان المسلمين کي د مهدي اکېف د ځای ناستي لټون پېل سوی دی. ګرچه دغه ګوند د مصر د حکومت لخوا په رسمي توګه منع سوی دی خو بيا هم دغه ګوند زغمل کيږي. د 2005 م مېلادي کال په ټاکنو کي دغه ګوند د خپلواک کانديدانو تر نامه لاندي تقريبا 20 فيصده رايې تر لاسه کړي وې. خو دغه ګوند اوس د خپل منځي اختلافاتو او د حکومت لخوا د زياتو غړو د نيول کېدو له وجې کمزوره سوی دی.

د ګوند لږ تر لږه 1700 غړي په تيرو مياشتو کي د حکومت لخوا نيول سوي دي او د نيونو دغه پروسه لا روانه ده. د اخوان المسليمين د غړو نيونې هغه وخت پېل سوې کله چي هغوی پر غزې د اسرايل د بريدونو وروسته په مصر کي لاريونونه را وايستل چي په ترڅ کي يې په مصر کي ناقرارۍ رامنځ ته سوې. د اسرايل لخوا پر غزې بريد دوی ته بهانه په لاس ورکړه چي په مصر کي دننه د خپلحکومت چي ددوی په وينا د سيهونيانو ملګری او اسرايل پلوه دی احتجاجونه وکړي.

خو د مصر اولس مشر حُسن مبارک چي اوس درو اتيا کلن دی ښايي نه خوښوي چي په مصر کي دده واک څوک تر پوښتنې راولې. هغه پداسي حال کي چي د فلسطين او اسرايل د ستونزې په هکله مبارک يو بېل نظر لري چي له وجې يې دی په نړۍ واله توګه د منځني ختيځ لپاره يو مهم سياستوال ګڼل کيږي. له بلې خوا که حُسن مبارک په راتلونکو ټاکنو کي خپل ځان کانديد نه کړي نو به وغواړي چي خپل زوی ګامال د هيواد مشر کړي. نو له دې وجې مبارک د اخوان المسليمين کمزوره کول غواړي تر څو ده ته او يا وروسته دده زوی ته سر درد نه سي.

خو د اخوان المسليمين اصلي واک او د هغوی د پلويانو شمېر پدې ندی معلوم چي هغه د يوه رسمي ګوند په توګه د فعاليت اجازه نه لري. په اخوان المسليمين کي دوې نظري برخي دي چي يوه يې د ځوانانو او اصلاح غوښتونکې برخه ده او بله برخه يې هم د محافظه کارانو. که له يوې خوا د ګوند اصلاح غوښتونکې غواړي چي د هيواد په سياست کي برخه واخلي نو محافظه کاران غواړي چي پر خپله مفکوره ټينګ پاتې سي او په حکومت کي برخه وال نه سي.

د اخوان المسليمين د نوي مشر ټاکل کېدو وروسته به څرګنده سي چي د ګوند کوم اړخ زيات واک لري. که محافظه کاره برخه چي زياتره يې زاړه او سپين ږري غړي دي د ګوند مشرتابه تر لاسه کړي نو به دغه د نړۍ نورو ورته اسلامي ګوندونو ته حوصله ورکړي چي خپله مفکوره وساتي او د حکومت او واک به ايرس کي را نسي.

Philipp, Peter/ احمدولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل