1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د اختر په لومړۍ ورځ پر کابل د توغنديو برید وشو

۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

د سه شنبې په ورځ د کابل ښار دیپلوماتیکه سیمه د توغندیو د بریدونو هدف وګرځید. دا توغندي د ولسمشر غني د اختریزې وینا پر مهال وتوغول شول.

https://p.dw.com/p/33S6f
Kabul Stadt Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

د فرانسې خبري آژانس د عیدګاه مسجد پر سر د هلیکوپټرونو د پرواز او لوګیو د پورته کیدو خبر ورکړی دی. همدارنګه د کابل سټیډیم شاوخوا ته ډیر شمیر امنیتي ځواکونه حضور لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل: «نن سحر د ترورستانو یوې ډلې د ریکا خانه په سیمه کې یوه ودانۍ نیولې او څو توغندي یې د کابل پر لور توغولي دي.»

دانش زیاته کړې ده چې د دغو توغندیو په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي دي او امنیتي ځواکونه له برید کونکو سره د جګړې په حال کې دي.

د پولیسو یو شمیر چارواکو اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي کله چې ولسمشر خپل اختریز پيغام اوروه، ترهګرو د جمهوري ریاست د ارګ پر لور توغندي وتوغول. د خان آغا په نوم د پولیسو یوه چارواکي وویل چې د غني د وینا پر مهال د توغندیو د لګیدو غږونه اوریدل شوي دي.

کله چې محمد اشرف غني د خپل وینا پر مهال د توغندیو غږونه واوریدل ویې ویل: «که دوی فکر کوي چې ولس به د دغو توغندیو په مقابل کې سر ټیټ کړي اشتباه کوي».

پولیسو ویلي دي چې لومړی توغندی د جمهوري ریاست ارګ ته نږدې لګیدلی دی دویم یې د ناټو مقر ته نږدې او دریم یې د امریکا سفارت ته څیرمه.

افغان ځواکونو هغه کور چې ترهګرو ترې توغندي توغولي وو محاصره کړی او یوه هلیکوپتر دغه کور بمبار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره دری میاشتنې مشروط اوبند اعلان کړی دی. مشروط په دې معنی که دغه اوربند د طالبانو له خوا ومنل شوي، بیا به تطبيقیږي.