1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمدشاه مسعود د مقبرې يوه برخه تخریب شوې

۱۴۰۰ شهریور ۱۸, پنجشنبه

په پنجشیر ولایت کې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د مقبرې يوه برخه تخريب شوې ده. دا د چا کار دی او طالبان يې په اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/407nT
Ahmad Schah Massoud Mujaheddin-Kämpfer Afghanistans ARCHIV 1986
احمدشاه مسعود - د آرشیف انځورانځور: AP

د آلمان خبري آژانس له کابله لیکي چې د احمدشاه مسعود د قبر د یوې برخې د تخریب ويډيوګانې د پنجشنبې په ورځ په ډيره چټکۍ ټولنیزو رسنیو ته راوتلي دي.

له یوې بلې ويډيو څخه چې کامره مین يې ظاهرا د طالبانو یو غړی ښکاري، داسې څه اوریدل کیدای شي چې هغه له خپلو ملګرو څخه د مقبرې د تخريب په خاطر مننه کوي. خو په یوه بله ويډيو کې بیا طالبان ښکاري چې وايي د قبر تيږه دې د ترمیم له پاره کابل ته ولیږدول شي.

په کابل کې د طالبانو یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته د دغې پيښې په اړه ناخبري وښوده.

د قبر د یوې برخې د تخريب ويډيوګانې د پنجشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو ډيرې چټکې خپرې شوي چې غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرلي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ورځ د احمدشاه مسعود د وژنې له شلم تلین سره هم برابره ده.

پنجشیر یوازینی ولایت وو چې دطالبانو له خوا د کابل او نورو ولایتونو تر نیولو وروسته هم تر شاوخوا شلو ورځو پورې د طالبانو ضد مقاومت جبهې په لاس کې وو. طالبانو د افغانستان دغه وروستی ولایت د دوشنبې په ورځ ونیوه.

احمدشاه مسعود ته په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژيم تر نسکوریدو وروسته د وخت حکومت له خوا د افغانستان د ملی اتل لقب ورکړل شو.