1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمد شاه مسعود مقبرې ته څېرمه د طالبانو اتڼ ته غبرګونونه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

هغه ویډیو چې د احمد شاه مسعود مقبرې په احاطه کې د طالب جنګیالیو اتڼ ښيې، سخت غبرګونونه راپارولي. یو شمیر سیاستوالو د دغه کړنه غندلې ده. طالبانو هم اوس دغې پيښې ته غبرګون ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/4Aqcp
 Afghanistan | Taliban am Gouverneurssitz in Panjshir
انځور: Social media/handout/REUTERS

له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو رسنيو کې داسې ويديوګانې لاس په لاس کيږي چې پکې د طالبانو کسان په پنجشير کې د احمد شاه مسعود مقبرې ته څېرمه اتڼ او ورسره سندره زمزمه کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه ويديو په اړه غبرګون ښوولی دی. نوموړي د تويتر له لاري ويلي:«د پنجشير وروستۍ پېښه د اسلامي امارت تګلاره نه ده او نه هم دغه عمل تائيدوي.»

په افغانستان کې په عمومي توګه په هدیرو او مقبرو کې نڅا نه کیږي. په دې قضيه کې په ځانګړي توګه دې ته په کتو سره چې احمد شاه مسعود د طالبانو د مخکنۍ دورې پر مهال د دغه ډلې پر وړاندې د مقاومت د ځواکونو مشري کوله، دغه نڅا او اتڼ د ټولنیزو رسنيو د يو شمیر کارکوونکو له نظره سپکاوی بلل شوی دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د طالبانو دا کړنه احمد شاه مسعود ته «بې حرمتي» بللې ده او دا څه یې د دغه ډلې پر وړاندې د وسله وال مقاومت د يوه بل دليل په توګه ياد کړی دی.

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل هم د طالبانو دا کړنه غندلې ده او پر خپله فيسبوک پاڼه یې ليکلي دي: «د طالبانو وروستۍ کړنې يوازې احمد شاه مسعود ته توهین نه دی بلکې خپله د پښتنو دود او دستور او ټولنیزو اړيکو ته توهین دی.»

نوموړي زياته کړې: «له بده مرغه طالبان د پښتون تر نوم/هویت لاندې د واحد افغانستان په وجود کې (وینه/موریانه) او له همدې عنوان څخه یې ځان ته سپر جوړ کړی. دغه د پردیو په غیږ کې رالوی شوی شوی عنصر یوازې د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق له پاره نورو قومونو پر وړاندې د سپر په توګه کار اخلي. هغوی د پرديو په غيږه کې رالوې شي او يوازې د نفاق اچونې له پاره را ميدان ته شوي.»

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي عارف رحماني هم د طالبانو دا کړنه د «عقدې خالي کولو» په توګه یاده کړې ده. هغه زياته کړې چې دا کړنه د پنجشير د اوسيدونکو تر توهين د مخه د طالبانو د ظرفيت ښکارندوي کوي.

د پکتيا پخواني والي محمد حليم فدايي هم په دې اړه ويلي: «په پنجشير کې د احمد شاه مسعود د قبر خوا سره د طالبانو ګډیدل د ټولو سوچه افغاني/دیني ارزښتونو خلاف او ضد عمل دی. دا ډول حرکتونه تفرقې او قومي تعصب او قومي تفرقي ته لمن وهل دي. دا د افغان ضد کړيو اجنډا ده څو د افغانانو يووالی نور هم ټکنی کړي او داخلي شدیدو جګړو زمينه برابره کړي.»

فوزيه کوفي چې افغانستان د پخواني حکومت د مذاکراتي پلاوي د غړې په توګه یې په دوحه کې د طالبانو سره په مذاکراتو کې ګډون درلود، په يوه پېغام کې د طنز په بڼه ويلي چې خوشاله ده چې حتی د احمد شاه مسعود مقبره طالبان «انساني ژوند ته چې موسيقي او نڅا یې برخه ده، وا داره کوي.»

په چين کې د افغانستان پخواني سفیر جاويد قايم ويلي دي چې جرم او اخلاق يوه فردي مسئله ده او خبرداری یې ورکړی دی چې دا ډول کړنې بايد عمومي نه شي.

خو آزاد خبريال سميع يوسفزي بيا د يوه تويت له لارې پر طالبانو دغه نيوکې له وخت مخکې کار بللی او هغه یې رد کړي دي. نوموړي د منتقدينو په ځواب کې ويلي چې که طالبان نه ناڅي هم نيوکه کوئ او که اتڼ کوي هم په غوسه کيږئ. هغه لیکلي: «يو وخت پنجشير ته د پښتنو تلل او اتڼ کول ناممکن کار وو.»

ب. ص/ س.ز (شکیلا ابراهيم خيل)