1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمعراق

د ابوبکر البغدادي مېرمنه د اعدام په سزا محکومه شوې ده

۱۴۰۳ تیر ۲۱, پنجشنبه

د عراق د عدلیې وزارت وایي چې محکمې د داعش چې ځان «اسلامي دولت» ډله بولي، د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي لومړۍ مېرمن د ترهګریزو جرمونو له امله د اعدام په سزا محکومه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4iAvk
په سوريه کې د مهاجر کمپ انځور چې يوه مېرمنه ښيي.
آرشیف انځور: اسما محمد په هغه وخت کې د البغدادي په نکاح کې وه چې داعش ډلې د عراق او سوریې ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستلې وي.انځور: Delil Souleiman/AFP/Getty Images

ابوبکر البغدادي څو ودونه درلودل او هغه مېرمن چې د اعدام په سزا محکومه شوې ده د البغدادي لومړنۍ ښځه ده. د محکمې په حواله دغه مېرمن اسما محمد نومیږي.

محکمه څه وایي؟

په محکمې پورې اړوندو سرچینو د نوم پټ ساتلو په شرط د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته ویلي دي چې دغه ښځه په ترکیې کې تر نیول کیدو وروسته، بیرته عراق ته راوستل شوې وه.

د عراق سترې قضایي شورا پر خپل انټرنټ پاڼه لیکلي دي: «د کرخ (لویدیځ بغداد) نظامي محکمې د ترهګر ابوبکر البغدادي مېرمنې ته د داعش په څیر ترهګرې ډلې سره د کار کولو او په خپل کور کې د یزیدي ښځو د نظربند ساتلو په جرم د اعدام سزا اورولې ده.»

په دې اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د وژل شوي البغدادي میرمنې د عراق په شمال سنجار سیمه کې یزیدي میرمنې په توقیف کې ساتلې وې، کوم چې «وروسته د داعش جنګیالیو بیا وتښتولې.»

اسما محمد په دې وروستیو کې له «بي بي سي» سره په یوه مرکه کې د داعش له ظلمونو، د یزیدي مېرمنو له تښتونې او یا ورسره د غلاماتو او وینځو په څیر چلند کولو کې له لاس درلودلو څخه انکار کړی وو.

د ابوبکر البغدادي لومړۍ مېرمن څوک وه؟

اسما محمد په هغه وخت کې د البغدادي په نکاح کې وه چې داعش ډلې د عراق او سوریې ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستلې وي.

په ۲۰۱۹م کال کې کله چې دغه ډله له پوځي ماتې سره مخامخ شوه، نو له هغې څو میاشتې وروسته امریکایي ځواکونو پر هغه ځای چاپه ووهله چیرې چې البغدادي د عراق په لویدیځ کې د خپلې کورنۍ له یو شمیر غړو سره پټ وو.

بغدادي په هغه وخت کې د ځان ژغورنې په خاطر د چاودیدونکو موادو له یوه واسکټ سره یوه تونل ته ننوت او له خپلو دوو ماشومانو سره یوځای یې ځان پورې چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړ. په هغه وخت کې د هغه له څلورو څخه دوه مېرمنې د ډزو په تبادله کې ووژل شوې.

کله چې دغه پيښه رامنځته شوه نو اسما محمد چې په اُم حُذیفه مشهوره وه هلته موجوده نه وه، ځکه دا لادمخه په ۲۰۱۸ م کال کې د ترکیې په سویل کې چې هلته په جعلي نوم اوسیدله نیول شوې وه.

په هم هغه کال فیبرورۍ کې دا عراق ته وسپارل شوه او چارواکو د ترهګرۍ د جنایتونو په اړه د پلټنو له پاره محبس ته واستوله.

د ملګرو ملتونو مفتشین وایي چې له دوی سره د دې خبرې واضح او کره ثبوت شته چې داعش د یزیدي لږکۍ پر وړاندې د نسل وژنې ترڅنګ، ډېر نور جرمونه هم ترسره کړي دي.

په هغه وخت کې په زرګونو یزیدیان ووژل شول او زرګونو نور یې بیا غلامان او ښځې یې وینځې کړای شوې. ښځې او ماشومان د دوی له کورنیو وتښتول شول او وحشیانه تیری پرې وشو، په کوم کې چې پرله پسې جنسي تیری او نورې زورونې شاملې دي.

کله چې «بي بي سي» له هغې څخه د داعش د دا ډول ظلمونو په اړه پوښتنه وکړه، نو هغې وویل چې خپل مېړه یې د دا ډول اعمالو له ترسره کولو منع کړی وو او ورته یې ویلي وو چې «لاسونه یي د بې ګناه خلکو په وینو لړلي دي.»

هغې دا هم ویلي وو چې له یزیدي ښځو او ماشومانو سره چې هر څه شوي دي پرې د «شرم احساس» کوي او «ډېره خواشینې» ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

په عراق کي د ايزيديانو ډله ايز قبر