1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ ته بې پيلوټه الوتکي حتمي دي، خو بې وسلو

۱۳۹۹ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د آلمان پوځ ته د اسرائيلو جوړ بې پيلوټه الوتکي ورکول کيږي، خو په دغو الوتکو کي د وسلو نصبولو موضوع لا نه ده حل سوې. پر دغه موضوع په آلمان کي تاوده بحثونه ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3mkwB
Kampfdrohne des Typs «Heron TP»
هيرون ټي پي ډوله جنګي ډرونانځور: Jose Ruiz/dpa/picture alliance

په راتلونکو مياشتو کي به د آلمان پوځ ته پنځه بې پيلوټه الوتکي وسپارل سي. د اسرائيل د ايرو سپېس شرکت دغه ډرون الوتکي تر۳۰ ساعتونو پوري په يوه پرواز کي د مځکي څارنه کولای سي. دغه الوتکي له يوه مخفي مرکز څخه کنټروليدای سي. د دغو الوتکو په هکله ويل کيږي چي په خراب موسم کي يې هم پر کار منفي اثر نه کيږي او دا چي پر مځکه له روانو موټرو، کورونو او انسانانو دقيق انځورونه اخيستلای سي.

د آلمان پوځ غواړي چي پر يادو اسرائيلي ډرون الوتکو ژر تر ژره وسلې هم نصب کړل سي. د آلمان پوځ په دې آند دی چي د وسلو لرلو په صورت کي به دغه بې پيلوټه الوتکي د جنګي ماموريت پر وخت د بريد جوګه وي.

پر دغو ټي پي ډرونز الوتکو باندي د ځانگړو توغنديو د نصبولو او رانيولو اجازه بايد د آلمان له پارلمان څخه واخيستل سي. د آلمان د دفاع وزارت په پارلمان کي د رايه اچونې له پاره اړونده مسوده چمتو کړې ده او اوس د پارلمان د اجازې په تمه دي.

په ائتلافي حکومت کي تذبذب

د انگلا مېرکل په مشرتوب ائتلافي حکومت کي سوسيال ديموکرات ګوند ترمخه پر بې پيلوټه الوتکو د وسلو نصبولو په هکله د ملاتړ اشاره کړې وه. خو اوس ورسره توافق نه لري. د دغه ګوند يو سياستوال نوربېرټ والټر وايي چي په دې هکله په پارلمان کي بحث کولو ته اړتيا سته.

دغه سياستوال ويلي دي چي د ملکي پوځيانو د ژوند او د کمپيوتري جوای سټېک په مرسته د چا د وژلو تر منځ ډېر لږ فرق دی. په آلمان کي د دغه هيواد پوځ ته ملکي پوځ هم ويل کيږي. د هغه د دغي وينا پر وړاندي په ځينو سياسي ګوندونو کي غبرګونونه رابرسېره سوي دي.

سوسيال ديموکرات ګوند په دغه موضوع کي د خپل نظر د ملاتړ له پاره له نورو ګوندونو سره په تماس کي دی. د آلمان په پارلمان کي د زرغون ګوند استازو ويلي دي چي پر دغه موضوع لا ښکاره دريځ نسته خو بالاخره بايد يا د دغه وړانديز ښکاره مخالفت يا ملاتړ وسي.

د واکمن ګوند اندېښنه

د ائتلافي حکومت غړي مسيحي ديموکرات او سوسيال دموکرات ګوندونو په روانه مياشت پر دغه موضوع څو ځله خبري کړي دي. د آلمان د دفاع وزارت په دغه مذاکراتي عمل کي پوځيان، د نړيوال قوانينو او دفاعي چارو کارپوهان هم رابللي ول.

په دغو غونډو کي دعوت سوو ټولو اړخونو خپل نظرونه څرګند کړل. د آلمان پوځ په افغانستان او مالي کي د خپلو ماموريتونو پر وخت له هېرون ټي پي ډوله بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخيستی دی. خو د دغو بې پيلوټه الوتکو نوي او لا پرمختللي ماډلونه لا تر اوسه له اسرائيلو څخه آلمان ته نه دي رسېدلي. په عيني کال کي تجارتي الوتکي جوړونکي نړيوال شرکت ائيربس هم د وسله لرونکو بې پیلوټه الوتکو پر جوړولو خپلو کارونو ته ادامه ورکړې ده. ائيربس کمپنۍ د «يورو ډرون» په نوم پروژې باندي کار کوي.

د آلمان د عسکرو د بهتره ساتنې په مقصد

کارپوهان په دې نظر دي چي په توغنديو سنبال بې پيلوټه الوتکي په جنګي ماموريتونو کي د حمل او نقل پر وخت د پوځيانو ښه ساتنه کولای سي. د بې پيلوټه الوتکو د نشتون په صورت کي د مرستي له پاره جنګي الوتکي طلب کيږي چي د هغوی په رسېدو کي په کافي اندازه وخت ضايع کيږي.

د مېرکل په ګوند کي د دفاعي چارو د پاليسۍ وياند، هېننګ اوټې ويلي دي چي په وسلو سنبال بې پيلوټه الوتکي د عسکرو مناسبه ساتنه کوي او دا چي دمګړی بريتانيا او فرانسه هم دا ډول بې پيلوټه الوتکي لري.

د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال، آنډرې ويوسټنر ويلي دي چي وسله لرونکي ډرون الوتکي د پوځيانو بهتره محافظت کولای سي خو ورباندي د نصبو وسلو د استعمال اصول وضع کول يې هم په لوړه اندازه مهم او ضروري دي.

ک.ه.؛ا.ف./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: