1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوليسو ۳۱ کډوال د سرحد په اوږدو کې ونيول

۱۴۰۰ آبان ۲, یکشنبه

د آلمان فدرالي پوليسو د آلمان او پولنډ پولې ته څېرمه په مکلنبورګ فورپومرن آيالت کې ۳۱ عراقيان نيولي دي. د دغو خلکو وضعيت ترینګلی ښودلی شوی دی.

https://p.dw.com/p/4273Q
Frankfurt (Oder) | Polizeikontrollen an deutsch-polnischer Grenze
آلماني پولیس د لارې په اوږدو کې د تلاشۍ پر مهال - د آرشیف انځورانځور: Monika Skolimowska/dpa/picture alliance

.د آلمان فدرالي پوليسو د آلمان او پولنډ پولې ته څېرمه په مکلنبورګ فورپومرن آيالت کې ۳۱ عراقيان نيولي دي. د دغو خلکو وضعيت ترینګلی ښودلی شوی دی.

د آلمان فدرالي پوليسو د شنبې په ورځ ويلي دي چې ۱۹ نارينه، دوه ښځې او لس ماشومان په يوه ميني بس کې نيول شوي دي چې وضعيت يې ښه نه وو. ماشومانو له دې مخې څيرې او لانده شوي بوټونه په پښو کړي ول. په پښو پورې يې زرورق لګول شوی وو او پښې يې زخمي وې. دغه کډوال د آلمان د فدرالي پوليسو پاسېوالک نومي مرکز ته انتقال کړل شوي دي.

Bundespolizei entdeckt 31 Flüchtlinge in Kleintransporter
د هغه موټر منځ چې ۳۱ مهاجر په کې ولانځور: Bundespolizei/dpa/picture alliance

دغه موټر په بلانکنزې کې د فورپومرن ګرايفسوالد په سيمه کې د فدرالي پوليسو له خوا د شنبې په سهار درول شوی وو. د ميني بس ۳۴ کلن چلونکی هم ونيول شو. له دغه پولنډي قاچاقبر څخه د تلاشۍ پر مهال يو لوی چاقو او د مخ پټولو يو ماسک هم ترلاسه شوي دي.

د يو څو مياشتو راهيسې اکثراً له عربي هېوادونو څخه کډوال په زياتېدونکې کچه هڅه کوي چې د بېلاروس د لارې اروپايي ټولنې ته ورسيږي. هغوی د پولنډ له لارې څخه هم آلمان ته د رسېدو له پاره کار اخلي. د آلمان او پولنډ حکومتونه د بېلاروس پر ولسمشر، الکساندر لوکاشېنکو تور لګوي چې په منظم شکل کډوال له کړکېچنو سيمو څخه د اروپايي ټولنې بهرنۍ پولې ته انتقالوي. لوکاشېنکو د می مياشتې په پای کې اعلان کړی وو چې د دې مخه به نه نيسي چې کډوال اروپايي ټولنې ته مخه کړي. دغه کار پر بېلاروس باندې د لويديځ د بنديزونو په غبرګون کې شوی دی.