1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په یو ښارګوټي کې پر اورلوبې بندیز

۱۳۹۴ دی ۸, سه‌شنبه

د آلمان په یو ښارګوټي ګې له مهاجرو څخه غوښتنه شوې تر څو د نوي کال په شپه له اورلوبې څخه ډډه وکړي. ویل کیږي چې د اورلوبې پر مهال د انفجارونو غږونه کیداې شي هغو مهاجرو ته ‌ذهني ټکان ورکړي چې له جګړو تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1HVeO
Silvester 2013/2014 Berlin
انځور: Getty Images

د آلمان په نارت-راین ویستفالیا ایالت کې د ارنسبرګ ښارګوټي ویاند «ویستفالیش» ورځپاڼې ته ویلي دي چې دوی په څو ژپو کې یوه اعلامیه خپره کړې ده او د پتاکیو خرڅلاو یې د مهاجرو په استوګنځاېونو کې پر اوسیدونکو بند کړی دی.

د ارسنبرګ د اور وژنې دیپارتمنت هم د دې ښارګوټي له خلکو غوښتنه کړې ده چې د پټاکیو له استعمال څخه ډډه وکړي «تر څو د هغو کسانو د جګړو یادښتونه تازه نشي چې له تاوتریخوالي او جګړو څخه تښتیدلي دي.»

د نوي کال په شپه د پټاکیو الوزول په آلمان کې یو دود او رواج دی او د برلین ښار «د برندیبرګ دروازې» مخې ته زړه بغنونکی پروګرام د تلویزیون له لارې په ژوندي ډول ښودل کیږي. د اورلوبو سکتور پر حواله تیر کال آلمانیانو د نوي کال پر شپه پر پټاکیو ۱۲۰ میلیونه یورو مصرف کړی وه.

د دې ښارګوټي ویاند بیا وايي: «هغه کسان چې له جګړه ځپلو سیمو څخه راځی هغوی ته د نوي کال د پټاکیو غږ د بمونو او ډزو په شان وي.» په ارسنبرګ ښار کې چا د دې موضوع په اړه له رویترز خبري اژانس سره خبرې نه دي کړي.

د مهاجرو په استوګنځایونو کې اعلامیې بندې شوي دي چې له مهاجرو غواړو تر څو د دې پریکړه درناوۍ وکړي. د دې بندیز یو لامل دا هم دې چې د اورلوبې له کبله کیدای شي د مهاجرو په استوګنځاې کې اورلګیدنه وشي.

د جمنازیم لوبغالي، پخواني هوټلونه او هغه تعمیرونه چې ترې نوره استفاده نه کیږي د مهاجرو د استوګنځاې په توګه کارول کیږي. آلمان ته سږ کال له یو میلیون څخه ډیر کسان راغلي دي او ډیر شمیر یې په افریقا، اسیا او منځني ختیځ کې له جګړو او تاوتریخوالي څخه تښتیدلي دي.