1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په کاتولیکو کلیساو کې له ماشومانو ناوړه جنسي استفاده

۱۳۹۷ شهریور ۲۲, پنجشنبه

يوه تازه څيړنه چې د «آلمان د اسقفو کنفرانس» په غوښتنه شوې ښيي چې په دغه هيواد کې د ۱۹۴۶ کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې د کاتولیکې کليسا لږ تر لږه ۱۶۷۰ تنو روحانيانو له ماشومانو ناوړه جنسي استفاده کړې.

https://p.dw.com/p/34nXq
Deutschland Frühjahrs-Vollversammlung der Deutschen Bischofskonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د آلمان کاتوليکه کليسا په پام کې لري چې د دغې کليسا د روحانيونو له خوا له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفادې په اړه سپيناوی ورکړي. د «آلمان د اسقفو کنفرانس» ټولنې د مانهايم، هايدلبرګ او ګیسن پوهنتونونو له څيړونکو څخه غوښتي چې د آلمان په کاتوليکو کليساو کې د دغو ناوړو جنسي استفادو په اړه تحقيقات وکړي.

د دغې څیړنې پايلې به د سپتمبر په ۲۵مه نيټه د يوه رسمي کنفرانس له لارې اعلان شي.

د «شپيګل» ويب پاڼې د رپوټ په حواله، په دغه تحقيق کې له ۳۸ زره څخه پر زياتو دوسيو او د آلمان د کاتولیک کليساو د اسقفو تر نظارت لاندې ۲۷ سيمو پورې اړوند اسنادو باندې څيړنه شوې ده.

دغه اسناد ښيي چې له ۱۹۴۶م کال (تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته) څخه نيولې بیا تر ۲۰۱۴م  کال پورې له هلکانو سره د ناوړه جنسي چلن ۳۶۷۷ پیښې ثبت شوي چې په ټوليزه توګه د کاتوليکو کليساو د ۱۶۷۰ تنو روحانيونو له خوا شوی دی.

له نيمايي څخه ډير قربانيان د جرم د پيښيدو پر وخت حد اکثر ۱۳ کاله عمر لره.

د دغه تحقيق څيړونکو ويلي دي چې په کاتوليکو کليساو کې د جنسي ناوړه چلن ریښتنې پیښې ښايي تر وړاندې شویو شمیرو ډیر لوړ وي.

د بیلګې په توګه، اسناد ښيي چې د درخواستونو په پنځوسو موردو کې د هيڅ قرباني له خوا د مجازاتو او يا د خسارې د پرې کولو غوښتنه نه ده مطرح شوې. څيړونکو ويلي دي چې په ډيرو مواردو کې اسناد او مدارک «يا له منځه وړل شوي او يا په کې لاسوهنه شوې ده».

څیړونکې وایي چې چې په دوسيو کې لاسوهنه په خپله د دې ښکاروندويي کوي چې په کاتوليکو کليساو کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه استفادې ریښتنې شمیرې تر دې لوړې دي.

يو بل ټکی چې د څيړونکو پام يې ځان ته اړولی دا دی چې په ناوړه چلن تورن روحانيان په داسې حال کې نورو کليساو ته استول شوي دي، چې چنسي ناوړه استفادې پورې د تړلو دوسیو په اړه معلومات د هغوی له نیویو کلیساو سره نه دي شریک شوي.

د مجرمو روحانيونو له ډله څخه يوازې د یو پر دريمې برخې دوسيې يې د کاتوليکو کليساو محکمې له خوا څیړل شوي چې ورته ډیر سپکې سزاوې ورکړل شوي. په ځینو مواردو کې خو بیا هغوی ته د دغو جرمونو له کبله هیڅ سزا نه ده ورکړل شوی. د مجرمو روحانيانو شمیر د جرم د پيښيدو پر وخت د ټولو فعالو روحانيونو يو پر څلورمه برخه تشکيلوي.

د دغه تحقيق څيړونکو په کاتوليکو کليساو کې د جنسي ناوړه استفادې د لاملونو په اړه د معلوماتو له ورکړې ډډه کړې.

څيړونکو کاتوليکې کلیسا ته وړانديز کړی دی چې د راتلونکې له پاره «يوه همغږې استراتيژي او د اوږد مهاله اقداماتو مجموعه» په نظر کې ونيسي او هيله يې څرګنده کړې ده چې د دوی تحقيق به یوازې د «کلیساو د مسئوليو په ژبني اعتراف» کې خلاصه نه شي.