1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کې د فامیلي جنایي شبکو پر ضد پراخې چاپې پیل شوې

۱۳۹۷ دی ۲۳, یکشنبه

د آلمان په شمال غربي برخو کې د له ۱۳۰۰ څخه ډیرو پولیسو د شکمنو فامیلي جرمي کړیو پر ضد همغږې شوې چاپې وهلي. د عملیاتو او چاپو په ترڅ کې تر ډیره پورې پر قیلون خانو، کافي شاپونو او د قمار پر هټیو تمرکز شوی دی.

https://p.dw.com/p/3BU3M
Deutschland Razzia in Shisha-Bar in Bochum
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر ۱۲ نیټه) د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت په شپږو ښارونو کې د آلمان پولیسو یو لړ همغږي او هم مهاله چاپې وهلي دي. په دې عملیاتو کې چې د نورد راین ویست فالن ایالت په دورتمند، ایسن، دویسبورګ، بوخوم، ریکلنګ هاوسن او ګيلزن کرشن په ښارونو کې ترسره شوي، شاوخوا ۱۳۰۰ پولیس مامورینو پکې ګډون کړی چې تر ډیره پورې پکې قیلون خانې او دې ته ورته ځایونه پلټل شوي دي.

 د دې ایالت چارواکو ویلي چې د عملیاتو په پایله کې غواړي عربي ريښې لرونکي داسې جنايي کړۍ په نخښه کړي چې په خپلو کې فامیلي اړیکې لري. په آلمان کې د بیلډ په نامې د یوې ورځپاڼې په حواله، په دې عملیاتو او چاپو کې پولیس تر ډیره پورې پر داسې کړیو او جنايي کورنیو تمرکز کوي چې پکې ښکیل مجرمین په ځانګړې توګه په لبنان هیواد پورې تړاو لري او یا عربي ریښې لري.

د پولیسو ویاند اولیور پایلر د پولیسو د دې چاپو په هکله خبریالانو ته وویل چې یادې همغږې شوې چاپې د شنبې په ورځ په ځايي وخت د شپې په نهو بجو پیل شوې دي. پایلر وویل: «لکه څرنګه چې موږ تل دغه راز کارونه کوو، نن شپه موږ ګڼ شمیر قیلون خانې... پلټو ځکه قیلون خانې د فامیلي جرمي کړیو د غړو له پاره خوندي پټنځایونه دي.»

د رسنیو د رپوټونو په حواله دغه راز فامیلي جرمي کړۍ د خپلو ناقانونه فعالیتونو او د پیسو د سپینولو له پاره له قیلون خانو، کافي شاپونو او له قمار خانو څخه ګټه پورته کوي. په عین وخت کې د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت د ایسن ښار پولیسو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی له ۹۰۰۰ یورو سره یوځای یو [شکمن] کس نیولی دی. د ایسن ښار پولیسو ویلي: «دغه کس اوس اړ دی چې چارواکو ته دا په ثبوت ورسوي چې [یادې نیول شوې] پیسې یې په قانوني توګه ترلاسه کړي دي.» 

د جرمي فامیلیونو په زرهاوو غړي

د دې چاپو پرمهال لسګونه کسان او ګڼ شمیر ودانۍ [جایدادونه] پلټل شوي، خو ټاکل شوې چې پولیس به د یکشنبې په ورځ د چاپو او عملیاتو رسمي پایلې خپرې کړي. د معلوماتو له مخې په دې چاپو او عملیاتو کې اور وژونکي، ګمرکي چارواکي، د مالیې د ادارې غړي او د عامه نظم چارواکي برخه لري. سربیره پر دې پولیسو د چاپو او عملیاتو په سیمو کې اخیستل شوي انځورونه هم د نه زغم یا (#NullToleranz) تر هشتګ لاندې پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي. 

د «راینشه پوست» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د پولیسو د معلوماتو له مخې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې د آلمان په نورد راین ویست فالن ایالت کې شاوخوا ۵۰ جرمي فامیلي کړۍ فعالیت لري. د یادې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د دغه راز فامیلي جرمي کړیو د غړو شمیر له ۱۰ زرو کسانو څخه زیات دی. دغه راز جرمي فامیلي کړۍ تر ډیره پورې د جسم پلورنې په تجارت کې چې په آلمان کې قانوني بڼه لري، ښکیل دي. سربیره پر دې دغه فامیلي کړۍ په خشونت، ویجاړیو، فساد او نورو جرمونو کې هم ښکیلې دي. 

Deutschland Razzia in Shisha-Bar in Bochum
فامیلي جرمي کړۍ د خپلو ناقانونه فعالیتونو او د پیسو د سپینولو له پاره له قیلون خانو، کافي شاپونو او له قمار خانو څخه ګټه پورته کوي.انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د نورد راین ویست فالن په ایالت کې د جنايي پولیسو استازي توماس یونګ بلوت یادې ورځپانې ته همدا راز وویل چي پولیس اوسمهال د کورونو یا جایدادونو په تجارت او بازار کې د دغو جرمي فامیلي کړیو د احتمالي جرمونو په هکله هم پلټنې کوي. د دې ایالت د کورنیو چارو وزیر هیربیرت رویل چې په بوخوم کې یې د چاپو له بهیر څخه څارنه کوله وویل چې دا ډیره اړینه وه چې ایالتي چارواکي د فامیلي جنايي کړیو جرمونو پر وړاندې اقدام وکړي.

د کورنیو چارو وزیر رویل وویل: «موږ باید وښیو چې موږ دلته حضور لرو او دا چې د بې قانونۍ پر وړاندې هیڅ زغم نه لرو.» هغه زیاته کړه چې موږ باید جرمي ساختارونو ته اجازه ور نه کړو چې په آلمان کې د قانون په هکله پریکړه وکړي.