1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر دفاع وزيري سختي نيوکي؛ هغې استعفا وکړه

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

د آلمان دفاع وزیرې کریستینا لامبرشت، له خپلې دندې استعفا وکړه. هغه د نوي کال د پیغام په خاطر چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی و، تر سختو نیوکو لاندې راغلې وه.

https://p.dw.com/p/4MFZy
Belgien Verteidigungsministerin Christine Lambrecht beim NATO Verteidigungsministertreffen
انځور: NATO/UPI Photo/IMAGO

د آلمان د دفاع وزیرې کریستینا لامبرشت، د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول خپله استعفا اعلان کړه.

له دې وړاندې د جمعې په ورځ آلماني رسنیو خبر ورکړی و چې هغه غواړي استعفا ورکړي. پر لامبرشت باندې له دې امله چې د نوي کال په مناسبت یې په ټولنیزو رسنیو کې یو پیغام خپور کړی و، سخت انتقادونه شوې.

اړوند مطلب: د آلمان دفاع وزیره: برلین به په اوسني وضعیت کې اوکراین ته وسلې ورنکړي

هغې په دې پیغام کې په اوکراین کې د جګړې په اړه خبرې کولې، په داسې حال کې چې د نوي کال د خوښۍ د ډزو غږونه په بګراونډ کې اورېدل کېدل.

د آلمان مسیحي دیموکرات ګوند «سي دي یو» د دې پیغام په اورېدلو سره پر لامبرشت نيوکي پيل کړې او پر هغې يې فشار راوست چې له دندې لاس پر سر شي.

کریستینا لامبرشت چې د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ د ګوند، سوسیال دیموکرات (اس پي ډي) غړې ده، پر هغې د انتقادونو له زیاتیدو سره شولڅ ویلي ول چې پر هغې پوره باور لري.