د آلمان پر استخباراتي ادارې د جاسوسۍ تورونه
۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه
ویل کیږي چې د آلمان دباندنۍ استخباراتي ادارې له کلونو راهیسي د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت ادارې ته د فرانسې د حکومت او اروپایې ټولني د جاسوسي په برخه کې مرسته کړې ده.
د آلمان «زود دویچه» ورځپاڼي او ان دې ار او وي دې ار آلماني رسنیو ویلي دي چې د آلمان په «باد آیبلنگ» کې د استخباراتي ادارې له مرکز څخه د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر، د دغه هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ او په بروکسل کې د اروپایې کمېسیون د جاسوسۍ په برخه کې له امریکایې استخبارتي ادارۍ سره مرسته کړې ده. یادو رسنیو دغه خبره د داخلي استخباراتي ادارو او لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو پر اساس کړې ده.
د دې برعکس د اقتصادي شرکتونو جاسوسي یوازي په تیت او پرک شکل ترسره کیدای شي. تر اوسه پوري چې کوم معلومات ترلاسه شوې وو د هغو پر اساس داسي ویل شوي ول چې د امریکا د ملي امنیت اداره په لومړي قدم کې د غیري قانوني صادراتي شرکتونو جاسوسي کړې ده او د دوی په لټه کې دی.
یوه اوونۍ دمخه دا خبره روښانه شوه چې د آلمان استخباراتي ادارې په کلونو کلونو د اروپایې اتحادیې او د دغي ټولني د سیاستوالو په هکله د معلوماتو او تحقیق په برخه کې د امریکا د ملي امنيت استخباراتي ادارې سره همکاري کړې ده.
د آلمان د دباندنيو استخباراتو اداره ډېر وخت دمخه په دې پوه شوې وه چې امریکایانو د آلمان یا اورپایانو د منافعو برخلاف د دوی د کمپیوټرونو معلوماتو د تبادلې او نومونو څارنه او جاسوسي کړې ده.
د جاسوسۍ د دې کار دقیقه اندازه تر اوسه پورې نه ده معلومه. له ۲۰۰۲م کال راهیسي چې له امریکا سره استخباراتي همکاري پيل شوې ده د دغه هیواد له خوا لټول شوي کلیدي کلیمې اوس یو وار بیا ارزول کیږي.
د دغو کلیمو شمیر ډیر زیات دی. د «زود دویچه» ورځپاڼي، ان دې ار او وي دې ار، رسنیو د معلوماتو په حواله یوازي په ۲۰۱۳م کال کې ۶۹۰ زره تلیفوني مکالمات او ۷،۸ ميلیونه د لټون کلیدي کلیمي دي.
په دغه جمله کې د امریکا د استخباراتي ادارې له خوا د آلمان د استخباراتي ادراې په کمپیوټر کې د ثبت شوو معلوماتو د لټون ۴۰ زرو کلیمو ته جواب نه دی ورکړل شوی.
اوس د آلمان حکومت د چپيانو له خوا تر فشار لاندي دی چي په دې اړه سپيناوی وکړي.