1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

د آلمان پارلمان پر یزيديانو جنايتونه «نسل وژنه» وبلل

۱۴۰۱ دی ۳۰, جمعه

د آلمان پارلمان په عراق کې په اصطلاح د «اسلامي دولت» له خوا د یزيديانو وژنه د «نسل وژنې» په توګه په رسميت پيژندلې ده. په ۲۰۱۴م کال کې په دغه مذهبي اقليت پورې تړاو لرونکي تر ۵۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/4MTHi
اسلامي دولت ډلې په زرونه یزيديان د خپل ټاټوبي پريښودو ته اړ کړل
اسلامي دولت ډلې په زرونه یزيديان د خپل ټاټوبي پريښودو ته اړ کړلانځور: picture alliance/AA

د آلمان پارلمان (بوندستاګ) د پنجشنبې په ورځ په عراق کې په ۲۰۱۴م کال کې د ترهګري ډلي داعش له خوا د یزيديانو وژنه د «نسل وژنې» په توګه په رسميت پيژندلې او د دې محاصره شوي اقليت د ملاتړ غږ یې کړی دی.

د بوندستاګ استازو د آلمان په حکومتي ائتلاف کې د شاملو دريو ګوندونو د ګوندي ډلګيو له خوا وړاندې کړل شوې لایحه تصويب کړه. دغه د یزيديانو استازو وستايله.

آلمان د یزیديانو له پاره د عدالت په هڅه کې دی

په دې پريکړه ليک کې ويل شوي چې د آلمان پارلمان «د ملګرو ملتونو د پلټونکو تر قانوني ارزونې وروسته د یزيديانو پر وړاندې ترسره شوي جرمونه د نسل وژنې په توګه په رسميت پيژني.»

آسترليا، بيلجيم او هالند هم لا دمخه د یزيديانو وژنه د نسل وژنې په توګه په رسميت پيژندلې وه.

پر یزيديانو د جرمونو د غندني مرکز

په دې پريکړه ليک کې د داعش جنګيالو له خوا «د یزيديانو په بشپړه توګه د له منځه وړولو په نيت» ترسره شوي «د نه بيانېدو وړ ظلمونه» او «له ظلم ډکه بې عدالتي» غندل شوې ده.

په دې ترڅ کې د آلمان له قضايي سیسټم څخه غوښتنه شوې ده چې په آلمان کې د شکمنو کسانو پر وړاندې نورې جنايي قضیې هم تعقيب کړي او همدا راز پر حکومت غږ شوی دی چې په عراق کې د جرمونو په اړه د شواهدو د راټولو په برخه کې لا ډېر مالي ملاتړ وکړي او د یزيديانو د ويشل شوې ټولنې د بيارغونې سره د مرستې له پاره دې بودجې ته وده ورکړي. 

د اسلامي دولت ډلې په لاس د وژل شويو يزيديانو ډله ایز تدفين
د اسلامي دولت ډلې په لاس د وژل شويو يزيديانو ډله ایز تدفينانځور: Zaid Al-Obeidi/AFP/Getty Images

په دې ترڅ کې پر آلمان غږ شوی دی چې د يوه تاريخي ريکارډ د تضمينولو او د اقليتي ډلو د حقونو د ساتنې له پاره پر عراق د فشار اچولو په موخه دې د یزيديانو پر وړاندې د ترسره شويو جرمونو د غندنې يو مرکز رامنځته کړل شي.

د ترهګرۍ واکمني

داعش يا په اصطلاح «اسلامي دولت» تندلارې وسله والې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د عراق په شمال کې د سنجار غرونه ونيول چېرې له پيړيو راهېسې یزيديان ژوند کوي. یزيدیان د يوه ډېر لرغوني دين پيرويان دي چې په زردښتي دين کې رېښې لري هغه څه چې داعش ډله یې بدعت ګڼي.

یزیدیانو ته ولي په اسلام کي په ښه سترگه نه کتل کیږي؟

دغي ډلې ښځې او نجونې مريانې کړې وې او هلکان یې د ماشوم عسکرو په توګه استخدامول، په داسې حال کې چې د دغه مذهبي اقليت ډېر نارينه یې ووژل. له هغه راهېسې په زرونو یزيديان له سيمې تېښتيدلي دي.

ويل کيږي چې د دې اقليت  تقريباً ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او ۷۰۰۰ تښتول شوي دي. ډیری یې سوریې ته وړل شوي ول چېرې هغه وخت يو شمير سيمې د اسلامي دولت ډلې په لاس کې وې.

ب. ص/ ن. ز (dpa, KNA)

زموږ له آرشيف څخه: