1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يوې محکمې په ښوونځي کې پر نقاب بندیز رد کړ

۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

په هامبورگ کې د ښوونې او روزنې ادارې د يوې ۱۶ کلنې زده کوونکې مور ته لارښوونه کړې وه چې لور دې یې د نقاب يا پټ مخ سره ښوونځي ته نه راځي. خو محکمې دغه خبره رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3XEy5
Deutschland Verschleierungsverbot l Gesichtsschleier - Niqab
انځور: picture alliance/dpa/P. Endig

د هامبورگ يوې محکمې په خپله يوه پريکړه کې د ښوونې او روزنې ایالتي ادارې هغه خبره رد کړې ده چې ويلي یې ول چې زده کوونکې دې په ښوونځي کې نقاب نه اغوندي. محکمې د دوشنبې په ورځ په خپله پریکړه کې زياته کړې چې د دولتي قوانینو له مخې چارواکي دغه ډول بندیز نه شي لگولی.

خو دا پريکړه ظاهراً د يوه جنجال لامل شوې ده او د ځينو کړيو له نظره اوس وخت رارسیدلی دی چې حکومت پر دې قوانينو له سره غور وکړي.

د ښوونې او روزنې سره تړاو لرونکي يوه سناتور تاییز رابه په ښوونځيو کې د نقاب يا مخ پټولو په قوانینو کې د بدلون غوښتنه کړې وه، او ويلې یې دي چې هغه به هم د دې له پاره هلې ځلې وکړي. هغه وويل: «که ستاسو کلتور او يا مذهب هر څه وي، په ښوونځي کې خو هر څوک خپل مخ ښکاره کوي.»

د هغه په خبره په ښوونځي کې ټولو ماشومانو ته بايد په برابرۍ سره د درس د زده کړې موقع ورکړل شي خو که د يوه ماشوم مخ په بشپړه توگه پټ کړای شي نو له وجې یې د ښوونې او روزنې عمل اغیزمنيدای شي.

پر چادري بحث

په آلمان کې د معارف په اړه قوانين د ايالتونو پر ځای په دولتي سطح جوړيږي. په ټولگي کې د مخ پټولو پر موضوع په ټول آلمان کې بحثونه دوام لري.

د آلمان محافظه پال مسيحي ديموکرات، ليبرال ديموکرات، او د ښی اړخه (د آلمان له پاره بديل گوند) سياستوالو په ماضي کې پر نقاب او چادري د بندیز له پاره غږونه پورته کول. خو د آلمان د زرغون گوند ځیني سياستوال بيا د دې ډول بندیز سره کلک مخالفت لري خو ځينې یې بيا د دې پلويان هم دي.

په ۲۰۱۸م کال کې د نارد راين ويستفالن ایالت په ښوونځيو کې د هغو نجونو د حجاب په کولو چې عمرونه یې تر۱۴ کلنې کم دي، د بندیز لگولو له هڅو سره سخت مخالفت شوی وو.

bs/nz (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: