1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر د جنګي جرمونو په تور د پوتين محاکمه وغوښته

۱۴۰۱ فروردین ۲۰, شنبه

د آلمان ولسمشر شټاينماير غوښتنه کړېده چي د اوکراين په بوچا ښار کي د ملکيانو د مرګژوبلي له کبله بايد چي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين محاکمه سي.

https://p.dw.com/p/49hqQ
PK Präsident Steinmeier
انځور: Michael Sohn/AP/picture alliance

د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاينماير د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۸نېټه) د «شپيګل» مجلې سره په مرکه کي غوښتنه کړېده چي د روسيې د مشرتابه پر ضد دي د جنګي جرايمو په تور محکمه وچلول سي او بله لاره نسته.

شټاينماير وويل: «د روسيې ولسمشر پوتين او د روسيې د باندنيو چارو وزير سيرګې لاوروف بايد په لازمي توګه د جنګي جرايمو په تور محاکمه کړل سي.» د آلمان د ولسمشر په وينا «هر څوک چي د دغو جرايمو د ارتکاب مسؤلين دي، د هغوی څخه بايد جواب وغوښتل سي. په دې کي هغه روسي عسکر هم راځي چي دغه بريدونه يې کړي دي او هغه سياسي مشرتابه هم راځي چي ورباندي د دغو بريدونو مسؤليت راځي.»

د شټاينماير له خوا د روسيې د ولسمشر او د باندنیو چارو د وزير د محاکمې د غوښتني سخته وينا، د دغو سياستوال له خوا د اوکراين جګړې په تناظر کي تر ټولو سخته وينا ده.

د روسيې مشرتابه ته د نژدېوالي تورونه

له دې مخکي د آلمان پر ولسمشر ډېر داسي تنقيدونه کېدل او ورباندي تورونه لګېدل چي هغه په کرملين کي د مشرتابه سره نژدې اړيکي لري. تور لګول کيدلی چي ګواکی له همدې کبله د روسيې له خوا پر اوکراين د بريد په موضوع کي د آلمان لخوا د کيف ملاتړ په عمل کي سست ؤ.

شټاينماير په مرکه کي د دې اعتراف کړی دی چي د روسيې له خوا پر اوکراين بريد دی تر کافي اندازې حيران کړی ؤ. د هغه په وينا :«زه د روسيې په سياست کي د ډيرو بدلونونو شاهد پاته سوی يم. ليکن رشتيا خبره خو دا ده چي ما بيا هم هيله لرله چي د ولاديمير پوتين په اقداماتو کي به لږ تر لږه د هوښيارتيا يو نه يو عنصر خامخا پاته وي.»

آلماني ولسمشر د اوکراين په تړاو د روسي ولسمشر د نظامي پرېکړو په هکله په حيراني ښودلو سره ويلي دي: «ما بالکل دا توقع نه لرله چي د روسيې ولسمشر به د خپل امپرياليستي لېونتوب پر اساس داسي فيصله وکړي، چي ورسره به خپل ټول هيواد په سياسي، اقتصادي او اخلاقي توګه د ګواښ سره مخامخ کړي. له دې کبله د روسيې له خوا په اوکراين کي نظامي مداخله زما لپاره يو ټکان ؤ.»

په اوکراين کي د سلونو انسانانو مړينه

د روسيې لخوا پر اوکراين جګړه د فبرورۍ مياشتي په ۲۴ مه پېل سوه چي له هغه راهيسي په سلونو اوکراينيان وژل سوي دي. روسي عسکرو په دې ترڅ کي د اوکراين پر روغتونونو هم د توپونو او توغنديو بريدونه وکړل.

تېره اونۍ کيف ته په نژدې يوه سيمه بوچا کي يو ډليز قبر وموندل سو چي پکښي ښخ کړل سوي مړي د هغو ملکيانو ول، کوم چي له ډېر نژدې څخه د ډزو کولو له کبله مړه سوي ول.

د جمعې په ورځ د اوکراين په ختيځ ښار کراماټورسک کي د اورګاډي پر يو تمځي راکټي بريد وسو چي پکښي لږ تر لږه ۵۰ انسانان ووژل سول.

په اوکراين کي د تر اوسه رامنځته سوو ملکي تلفاتو او په زیاته په بوچا کي د ډليز قبر موندل کېدلو وروسته اوکراين پر روسيه د ولس وژني او جنګي جرمونو د ارتکاب تورونه لګوي. خو په مسکو کي روسي رهبران دغه ټول تورونه په کلکه ردوی.

آ./ا.ا./ن.ص.