1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان لوی ائتلاف غواړي د داعش ضد ماموريت وغځوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۷, یکشنبه

د آلمان د اتحادي ګوندونو او سوسیال دیموکرات ګوند ائتلاف غواړي د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د آلماني پوځ ماموریت وغځوي. خو د ائتلاف ټول غړي دې پریکړې ته په مثبته سترګه نه ګوري.

https://p.dw.com/p/3PEyS
Deutschland Berlin Sitzung des Kabinetts im Kanzleramt
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

آلماني پوځ باید د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو اکتشافي او تیل رسونکو الوتکو پروازونو ته دوام ورکړي. 

د آلمان د اتحادي ګوندونو د فرکسیون ویاندې او همداراز د سوسیال دیموکرات ګوند د دفاعي چارو يوه سیاستوال، کارل هاینس برونر، ویلي چې پکار ده دغه ماموریت هر یو یې په خپله برخه کې په مختلفو زماني فاصلو سره تمدید شي. دا خبر تر ټولو دمخه په «ټاکس شپيګل» رسنۍ کې خپور شوی دی.

په دې اساس باید په عراق کې د امنیتي ځواکونو د رزونې ماموریت او د ناټو سازمان په چوکاټ کې له AWACS اکتشافي الوتکو سره د آلماني پوځ ماموریت یو کال یعنې د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې وغځول شي.

په همدې حال کې په اردن کې د «تورنادو» په نوم د آلمان د اکتشافي الوتکو ماموریت لا د مخه، يعنې د مارچ میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې پای ته رسیږي.

Bundeswehr in Jordanien
په اردن کې د آلمان پوځ د تورنادو الوتکهانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د سوسیال دیموکرات ګوند د فرکسیون سرپرست مشر رولف موتڅنیش، چې تر ډیر وخته پورې یي د دغه ماموریت د غځولو مخالفت کړی وو، په احتیاط سره څرګندونې کړي دي. نوموړي د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې د آلمان حکومت باید د دفاع وزارت تر رهبرۍ لاندې پر داسې یوې طرحې کار وکړي چې له مخې یي د آلمان اکتشافي او په هوا کې الوتکو ته د تیل رسونکو الوتکو بیرته ستنونې ته زمينه مساعده کړي. «مونږ باید بالاخره دغه تیار شوې تګلاره بررسي او له سیاسي پلوه یي ؤ ارزوو.»

رولف موتڅنیش، د دفاع وزارت پر مشرې کرمپ کرنباور، سختې نیوکې وکړې. هغه وويل چې د آلمان د حکومت له خوا په ماموريت کې ټاکل شوې او د پارلمان له خوا تائيد شوې د وتلو نېټه يعنې د اکتوبر ۳۱مه ښايي عملي نه شي. د هغه په خبره «يا دا چې پارلمان د دفاع وزارت له خوا تېر ايستل شوی او په قصدي توګه يو مجهول حالت راوستل شوی وي يا دا چې غفلت شوی وي او پارلمان ته په سم وخت اطلاع نه وي ورکړل شوې چې د وتلو نېټه د ژمنې خلاف عملي کېدای نه شي.» د هغه په اند «دواړه حالته خواشينونکي دي چې د دفاع وزارت يې بايد حل کړي.»

د دفاع وزيره کرامپ کارنباور سره له دې هم غواړي چې د داعش ضد ماموريت ته دوام ورکړي. دغه ماموريت د تورنادو الوتکو او د تېل رسونکې طيارې تر څنګ تر اوسه په عراق کې د آلمان پوځ روزنيز ماموريت هم رانغاړي، چې د نورو تر څنګ پکې کردي ځواکونه تربيه کيږي. کرامپ کارنباور غواړي چې دغه ماموريت ته هم دوام ورکړي.  

stu/nob (dpa, afp)/sn.ns