1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظم کاناډا ته سفرکړی دی

۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د یکشنبې په ورځ کاناډا ته رسیدلی دی. تمه کیږي چې نوموړی به په دې سفر کې المان ته د انرژۍ او اومه موادو پر واردولو خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/4Fs2c
Kanada | Ankunft Bundeskanzler Scholz in Montreal
انځور: Graham Hughes/The Canadian Press via ZUMA Press/picture alliance

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د يکشنبي په ورځ  کاناډا ته صفر وکړ. دی په خپل درې ورځینی سفر کي غواړی چی د نړۍ د دوهم لوی هیواد سره اقتصادی اړیکی پياوړي کړي.

د خبرو مرکزي موضوع جرمنی ته د انرژۍ او خامو موادو انتقال دی. شولڅ به د کاناډا له لومړي وزیر جستین ترودو سره اوکراین د لا زيات ملاتړ او دا چې په راتلونکی کې له چین سره څه ډول چلند وشي، خبري وکړي.

دا احتمال شته چې روسیه آلمان ته د لويديځ له خوا د تحریمونو په ځواب کي د گازو ليږد کم او يا بشپړ ودروی. له همدي امله د بحث موضوع د طبعي يا مایع گاز تامينول دي. خو لا څرگنده نه ده چې دغه کار به د آلمان لنډ مهاله اړتياوي پوره کړي او که نه ؟ ځکه کانادا تر اوسه د طبعی مايع گاز له پاره هيڅ کوم صادراتي ترمينال نه لري او نوي تاسیسات کیداي شی کلونه وخت ونيسی.

له بله اړخه داسي انتظار هم کيږي چې د بیا نوی کيدونکي انرژۍ په اړه د نږدي همکاريو قرارداد امضا شي. دا د صدراعظم تر ټولو اوږود لومړې سفر دی چې تر نن پوري يې یوه هيواد ته کوي.