1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان دفاع وزیره: ميرکل په اروپا کې د جګړې مخنیوی وکړ

۱۳۹۹ مرداد ۳, جمعه

د يونان او ترکيې ترمنځ شخړه په ظاهر کې تر نښتې پورې رسیدلې وه، خو د آلمان صدراعظمي د جګړې مخنیوی وکړ. د آلمان د دفاع وزيره وايې چې د میرکل د ځواک ټکی دا دی چې له دواړو خواو سره يې د خبرو اترو توان درلود.

https://p.dw.com/p/3frpp
Belgien PK Abschluss EU-Gipfel
انځور: Reuters/J. Thys

د يونان او ترکيې تر منځ ترينګلتیا په معاصر وخت کې تيرې يوې پيړۍ ته رسیږې. په تیرو لسیزو کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر بیلا بیلو مسايلو په ځانګړې ډول د قبرس مسئله، د آژه دریاب پر څنډو او د نږدي ختيځ په اړه ترينګلتیا دوام لرلی دی.

د يونان او ترکيې تر منځ د مديترانې په ختيځ کې د ګازو استخراج په اړه د شخړې زياتوالی د ترينګلتيا نوې بهیر د پناه غوښتونکو پر سر راپورته شو، خو د يونان په اوبو کې د ترکيې له خوا د ګازو استخراج دغه اختلافات لا پسې زيات کړل.

د آلمان د دفاع وزیرې، انه ګرت کرامپ کارن باوئر د پنجشنبې په ورځ د (جولاي ۲۳) په برلین کې اعلان وکړ، چې د دغه هيواد صدراعظمه انګيلا میرکل، د آتن او انقرې تر منځ په وروستۍ شخړه کې وتوانیده منځګړيتوب وکړې او په اروپا کې د جګړې پیل کيدلو مخه ونیسې.

فرانسې د قبرس په حمايت سره ترکيه په تحريمولو وګواښله د آلمان د دفاع وزیري په برلین کې خبريالانو ته وويل، د انګيلا ميرکل يوه ښيګڼه دا وه چې وکولای شول له دواړو خواو سره خبرې وکړې. له همدې کبله دا اتفاقي خبره نه ده چې صدراعظمي وکړای شول، منځګړيتوب وکړي، بلکې منځګړیتوب ته وغوښتل شوه.

د آلمان دفاع وزيرې د انقري او آتن تر منځ په سرحدې اوبو کې د ګاز احتمالي زيرمو موندلو په اړه استخراج او هم په مديترانې سمندر کې د ترکيې او فرانسې جنګي بیړیو پر سر ترينګلتیاو ته ګوته ونیوله.

په وروستیو ورځو کې د يونان او ترکیې جنګي بيړیو نظامي خوزښتونه، لکه په دوو يوناني ټاپو ګانو کرت او رودس کي زيات شوي دي.

د يونان دولتي تلويزيون د چهارشنبې په ورځ رپوټ خپور کړ، چې د دغه هيواد جنګي بيړۍ په سیمه کې تګ راتګ کوي او د یونان نظامي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي. د یونان لومړي وزير کيرياکوس میتسوتاکيس دفتر اعلان کړی چې د جنګي بيړيو د حرکت په اړه د آلمان صدراعظمي ته د تليفون له لارې معلومات ورکړل شول.

د انګیلا میرکل تليفوني منځګړيتوب

د آلمان ځينو رسنیو رپوټ خپور کړی چې انګيلا میرکل د آتن او انقرې د حکومت له غړیو سره د تليفوني خبرو له لارې توانیدلې په «وروستيو شيبو» کې دواړو خواو د نښتې مخه ونیسې.

د چهارشنبې په ماښام د آلمان دولت يو ویاند وويل چي ميرکل د ترکيې له جمهور رئيس رجب طيب اردوغان او د یونان لومړی وزیر ميتسو تاکیس سره تليفوني خبري کړي دي.

د مدیترانې په سیمه کې پراته دواړو هیوادونو تر منځ د شخړو نوی بهیر وروسته له هغه پيل شو چې مدیتراني درياب په ختيځه غاړه کې د ګازو يو ستر میدان وموندل شو چې له کبله يې د ترکیې او قبرس تر منځ د اړیکو د خرابيدلو سبب شو. له هغه وخته چې ترکيې د کرت ټابو په شخړه ایزو اوبو کې د ګازو پلټل پيل کړي، ترينګلتيا ډيره شوي او د دواړو هیوادونو پوځې شتون په سيمه کي زیات شوی دی.

د انقرې د وينا له مخې د کرت په څير ټاپوګان د يونان د سمندري حريم برخه ده، خو اقتصادي سيمې انحصارې نه دي. دغه راز ترکيې د قبرس اوبو په حريم کي هم د دغه هيواد د دولت له اجازې پرته پلټنې او کيندنې پيل کړي.