1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان دفاع وزیر؛ برلین له کییف څخه ملاتړ ته دوام ورکوي

۱۴۰۲ آبان ۳۰, سه‌شنبه

د آلمان دفاع وزير اوکراين ته د ۱،۳ مليارد يورو نظامي مرسته اعلان کړه. پر اوکراین د روسېې د پوځي یرغل وروسته د آلمان د دفاع وزیر د دویم ځل لپاره کییف ته تللی.

https://p.dw.com/p/4ZG8o
د آلمان د دفاع وزیر
د آلمان د دفاع وزیر انځور: Ina Fassbender/AFP/Getty Images

په اوکراین کې د ۲۰۱۳ کال د ولسي پاڅون کوونکو د قربانیانو د تلین د لمانځغونډي پر مهال د آلمان دفاع وزیر پیستوریوس ژمنه وکړه چې آلمان به له اوکراین سره پوځي مرستو ته دوام ورکړي.

د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس د نومبر پر ۲۱ نیټه اوکراین ته ورسید. دا پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې د آلمان د دفاع وزیر دویم سفر دی چې اوکراین ته تر سره کیږي.

له کییف څخه د برلین د پوځي ملاتړ د دوام له اعلان وروسته، پیستوریوس وویل د دې سفر موخه د «کیف او آلمان تر منځ د نږدې اړیکو څرګندول او د ګران بیه جګړې په ډګر کې د اوکراینیانو د زړوړتیا ستاینه ده».

د اوکرایني پوځیانو روزنه د آلمان د دفاع وزیر د سفر بله مهمه موضوع ده، هغه د دې سفر په ترڅ کې د خپل اوکرایني سیال رستم عمروف سره یوځای د اوکرایني پوځیانو د یوه روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه. پيستوريوس اعلان وکړ چې آلمان به اوکراين ته د ۱،۳ ملياردو په حجم نوره نظامي مرسته هم ورسوي.

له دې څخه تر مخه پیستوریوس د آلمان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه له ټاکل کېدو شاوخوا درې اوونۍ وروسته د روان کال په فبرورۍ کې د لومړي ځل لپاره اوکراین سفر کړی وو.

د یاد سفر په ترڅ کې، د نورو مرستو سربیره، آلمان له کییف سره ژمنه کړې وه چې دا هیواد به د اوکراین اردو ته ۱۰۰ لئوپارډ  1A5جنګي ټانکونه ورکړي . ویل کیږې یاد کار به د څو مرحلو په ترڅ کې د ۲۰۲۴ میلادي کال تر لمړۍ نیمايي پوري تر سره شي.

د ۲۰۱۳ کال پاڅونونو د قربانیانو یاد غونډه

پیستوریوس د سه شنبې په ورځ، اوکراین ته له رسیدو سره سم د هغه لاریون کونکو د وژل کیدو درناوی وکړ کوم چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مظاهرو په ترڅ کې وژل شوي وه.

د آلمان دفاع وزير د یادو قربانیانو پر قبرونو د ګلونو ګيډۍ کښیښودل وېې ویل: «هغوې د بيلابيلو عمرونو لرونکي زړور کسان وه چې د اوکراين او اروپا د نیږدي والي په هدف سړکونو ته را ووتل او په دې لاره کې يې خپل ژوند قربان کړ.»

په اوکراین کې ولسي لاریونونه چې د ۲۰۱۳ کال د نومبر پر ۲۱ پیل شوه نیږدي درې میاشتي ېې دوام وکړ، پایله ېې له قدرت څخه د وکتور یانوکوویچ لري کول وه کوم چې د روسېې ملاتړ ېې له ځان سره لری. د یادو لاریونونو په ترڅ کې په لسګونو کسان ووژل شول.

له یادو اعتراضونو وروسته روسېې د کریمیا جزیره تر نیول کیدو وروسته له خپلې خاوري سره یوځای کړه. له هغه وروسته مسکو د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک په سیمو کې د بېلتون غوښتونکو ملېشه وو ملاتړ وکړ، او همدا شان د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې ېې پر اوکراین یرغل وکړ چې له امله ېې را پیل شوې جګړه لاهم روانه ده.