1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ځايي کارکوونکو د را اېستلو طرحه ولې پاتې شوه؟

۱۴۰۱ مهر ۲۲, جمعه

په افغانستان کې د طالبانو بریا د ډېرو له پاره هېښوونکې وه. یوه آلماني ډېپلوماټ د دغه هيواد د پارلمان په څېړنیز کمېسیون کې د خپلو تجربو او د کابل سقوط د خپلو سترګو لېدلي وضعیت په اړه توضیحات ورکړل.

https://p.dw.com/p/4ICzI
Afghanistan Kabul |  Evakuierung am Hamid Karzai International Airport
کابل افغانستان،د حامد کرزي نړيوال هوای ډگر د تخليې پر مهالانځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/U.S. Marine Corps/REUTERS

 

په افغانستان کې د طالبانو بریا د ډېرو له پاره هېښوونکې وه. یوه آلماني ډېپلوماټ د دغه هيواد د پارلمان په څېړنیز کمېسیون کې د خپلو تجربو او د کابل سقوط د خپلو سترګو لېدلي وضعیت په اړه توضیحات ورکړل.

 ګریګوري بلجیان له لرې واټنه په کابل کې د آلماني ځواکونو د بیړني وتلو شاهد و، ځکه په کابل کې د استازي په توګه د هغه ماموریت د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتي په منځ کې، کابل ته د طالبانو د بیا راتګ څخه دوې میاشتې وړاندې پای ته رسېدلی ؤ. هغه په پارلمان کې د افغانستان د ماموریت د څېړنې کمیټې ته په افغانستان کې د آلمان پر۲۰ کلن ماموریت د شاهد په توګه د خپلو تجربو او لېدنو له مخې رڼا واچوله.

امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېدی

دغه ډيپلوماټ د اسلام پالو طالبانو د بریا په اړه وویل:«ما فکر نه کاوه چې په دومره بېړه دا هرڅه وشي.» ډېرو شاهدانو او کارپوهانو هم د طالبانو بریا د تمې خلاف بللې او دا جمله د ډېرو کارپوهانو او شاهدانو په ځوابونو کې چې تراوسه د دې کمیټې په دریو ډاګیزو غونډو کې بیان شوې ده. دا موضوع د بلجیان د دې څرګندونې چې «امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېده» هم صدق کوي.

«موږ د یوه ترسره شوي عمل سره مخامخ وو»

دغه شاهد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې چې د سفارت د کارکوونکو او د آلمان د ځايي کارکوونکو د لېږدونې پلانونه د هغه د ماموریت په پای کې بشپړ شوي او د سفارت د کار میز په بکس کې اچول شوي ول. خو هغه مهال د دغو کسانپر لیتوانیا د بخښني نړیوال سازمان سخت تورونهو د لېږدونې په اړه وروستی پریکړه ونه شوه.

د بشري حقونو شورا له غړېتوبه د افغانستان بې برخې کېدل

د هغه په خبره پر ټولو شکونو سربیره هم په کابل کې د المان په سفارت کې داسې یو تصور ؤ چې ډېپلوماټیک او پراختیايي فعالیتونه به ان د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دوام وکړي، هغه تصور چې ډېر ژر ناسم ثابت شو.

بلجیان او نورو ډېرو کارپوهانو، په هماغه لومړیو کې د دوحې تړون ته د انتقاد په سترګه کتل. دغه ډيپلوماټ وویل: «د دې تړون بیه باید نورو ورکړې وای.» دغه ۴۹ کلن آلماني ډيپلوماټ استدلال کاوه چې په دې هوکړه لیک کې د افغانستان حکومت او نور شریکانو ګډون نه درلود: «موږ د یوه ترسره شوي عمل سره مخامخ وو.» 

د امریکایانو لاسپوڅی

د دغه ډيپلوماټ په خبره، ټول پوهېدل چې د سولې بهیر ډېرې جوړښتي نیمګړتیاوې لري. هغه په دې بهیر کې تر ټولو ستره ستونزه د جنګ دوام وبلله او وې ویل: «د مذاکراتو پرمهال هم جنګ دوام درلود.»

بلجیان زیاته کړه چې طالبانو د افغانستان پخوانی حکومت د «امریکایانو لاسپوڅی» باله. د هغه په خبره په ځانګړې توګه د افغانستان مدني ټولنه دغو مذاکراتو ته هیله منه نه وه او «ما به چې هره وینا کوله، د امنیتي وضعیت په مطرح کولو پيلېده.»

دغه آلماني ډيپلوماټ وویل امریکایانو ژمنه کړې وه چې د اړتیا پرمهال به د سفارت کارکوونکي او د آلمان ځايي کارکوونکي په دوو لویو بار وړونکو الوتکو کې له افغانستانه وباسي، خو د طالبانو له خوا د کابل بیړني سقوط څخه وروسته وضعیت په چټکی سره بدلون وموند او سخته ګډوډي حاکمه شوه. زرهاوو کسان چې له نړېوالو ځواکونو او له ناپوځي مرستندویه بنسټونو سره یې همکاري درلوده، د طالبانو د غچ اخېستو له وېرې د هېواد پرېښودو په هڅه کې شول.

له افغانستانه د دغو ټولو کسانو د لېږدونې له پاره هیچا هم لازم چمتووالی نه درلود. ګریګوري بلجیان د څېړنې کمېسیون ته وویل: «زموږ په امنیتي طرحه کې په هیڅ ډول د ۱۰ زره کسانو د انتقال هغه هم د ګډوډۍ په شرایطو کې شامل نه ؤ.» هغه په پای کې د طالبانو تکتیک راټول کړ: «هغوی د مذاکرې او ډز کولو تګلاره تعقیبوله.» چې بالاخره په همدغه ستراتیژۍ بریالي هم شول.

لیکوال: مارسل فورستناو