1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی وزير: د اقتصادي رکود دوره به په مني کې پای ته ورسيږي

۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبه

د آلمان د اقتصاد وزير پيتر التماير، ډاډ ښوولی چې د کرونا وبا له امله په آلمان کې د اقتصادي رکود دوره به د اوړي تر رخصتيو وروسته ودرول شي. دی اټکل کوي چې په آلمان کې د اقتصادي شرايطو ښه کيدل به له اکتوبر څخه پیل شي.

https://p.dw.com/p/3ep5X
Berlin PK Wirtschaftsminister Altmaier zur Wirtschaftsprognose  der Regierung
انځور: picture-alliance/AP/T. Schwarz

د صدراعظمې انګلا مرکل په مشرۍ د آلمان د فدرالي حکومت د اقتصاد وزير، وايي چې په دغه هيواد کې د کرونا بحران د ادامې سربيره، اقتصادي وده له مني څخه لوړيږي.

پيتر التماير د يکشنبې په ورځ د «بيلد» ورځپاڼې سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل: «زه مطمين يم چې کولای شو د دوبنيو رخصتيو تر پايه پورې د اقتصادي رکود دوره ودروو او حد اکثر د اکتوبر له مياشتې په آلمان کې د اقتصادي ودې شاهدان اوسو.»

هغه ټينګار وکړ چې د کرونا وبا د پای موضوع، د دغې ناروغۍ د واکسين له توليد سره تړلې ده، څو موږ کولای شو له هغې څخه د مخه د اقتصادي رکود دوره پاي ته ورسوو.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، پيتر التماير وړاندوينه کړې چې د آلمان د اقتصادي ودې ميزان به په روان کال کې په مجموع کې منفي ۶ سلنه وي او داسې اټکل کوي چې دغه اندازه به په ۲۰۲۱م کال له مثبت ۵ سلنې څخه هم واوړي.

د کار بازار وضعيت

د آلمان د اقتصاد وزير د کار بازار د وضعيت په اړه هم مثبت نظر لري او وايي چې دغه بازار به د نومبر له مياشتې خپل ثبات او آرامتيا ته ورسيږي.

هغه بيلډ ته وويل چې د کرونا بحران له امله به د بیکارۍ ميزان په اکتوبر مياشت کې د اوج نقطې ته ورسيږي او په راتلونکې مياشت کې به یې د بې روزګاره کسانو شمير په تدريج سره راښکته شي.

د آلمان د اقتصاد وزير وايي، دغه وزارت پلان لري چې تر ۲۰۲۲م کال پورې د بيکارۍ کچه د کرونا بحران څخه د مخه وخت ته ورسيږي او په ادامه يې ګام په ګام د بشپړ اشتغال پر لور حرکت وکړي.

د آلمان د کار فدرالي ادارې د ارقامو له مخې، په جون مياشت کې په آلمان کې د بيکارانو شمير په مجموع کې ۲ ميليونه او ۸۵۰ زره وو او د کرونا بحران له امله د بیکارۍ د ډيريدو بهير اوس ټکنی شوی دی.

د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په آلمان کې د اوزګارۍ ميزان پنځه او شپږ سلنه وو. په جون مياشت کې د بې روزګاره کسانو په شمير کې شاوخوا ۴۰ زره کسان ورزیات شوي دي.

د آلمان د کار ادارې د ارقامو له مخې، تير کال په آلمان کې د بې روزګاره خلکو شمير د کال په مختلفو مياشتو کې څه باندې ۲ ميليونه او ۲۶۷ زره کسان ول. په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان اقتصادي وده د يو کال مخکې په پرتله يو څه کمه شوه او د اوزګاره کسانو په شمير کې شاوخوا ۷۳ زره تنه ورزيات شول.

په آلمان کې د يکشنبې ورځې تر سهار پورې د کرونا نژدې ۱۹۷ زره او ۳۹۰ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې څه باندې ۹ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دویچه ويله ف/م.ک.م./م.ن.ص

پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (18.04.2020):